نظــر

د مدیترانې  شمالي، جنوبي او ختیځې پولې د بحران انتظار باسي

استاد نوراحمد قرآن مل

د نن ټکي استا په ویب سایټ کي  دوه درې کلونه مخکي  په خپره سوې  مقاله کي دنړیوال بحران مهمي نقطې د (ددرییم نړیوال بحران) په نوم په نخښه سوې . دا دی دا لیکنه هم د هغې لیکني په تعقیب د وخت دنړیوالي سیاسي تقاضا پر بنسټ په دا ډول کاږو چي د نړیوال د وسلې سوداګر دخپو وسلو لپاره دمارکیټ پیدا کولو په خاطر یوه بل بحران  ته مخکنیو بحرانونو غوندي لاره هواریږي.

دا قضیه له هغي ورځې را پیل ده چي په مډرین ډول په نړۍ کي د نوولسمي  په وروستیو او شلمي پیړۍ په لمړنیو لسیزو کي  دلمړۍ نړۍ والي جګړو له په رامنځټه کېدو سره د (ABC war)په (A&C)  برخو کي تطبیق او نړۍ ډیر ولسونه په ځانګړې ډول اروپايې سخته وڅپله، دې ځپني په سیمه کي د جرمن، فرانسې او لندن  د راج او باج چلوني نقشه بدله او په عوض يې دامریکا او روسيې په مشرۍ د (وارسا او ناټو) تړنو ځای ونیاوه.

د سړې جګړې په ختمیدو چي وارساتړون په پوره ډول متلاشي او ناټو د امریکا په رهبرۍ په مادي لحاظ د نړۍ یکتاز قدرت وګرځېدئ. دامریکا متحده ایالتونو لا د خپلو ااهدافو پوره نکتو ته ځانونه رسولي، چي د شانګهای تړون د وارسا دبدیل په توګه را منځته او نړۍ يې تقریباً بیا  وه قطبيتوب ته برابره کړه. دې  پړاوونو  په نړۍ کي د‌غر ازموینو په په لړ کي د AC (Atoms & Comical)   جګړې په دوام  د بمونو د مور په شمول ټولي کییماوي او اټومي وسلې په نړۍ کي دازمویلي.

په وروستیو کي دنړیوالو ابرقدرتونو تر منځ  اقتصادي رقابت تر دې اوجه ورسید چي په نړۍ کي دچین هیواد اقتصادي نفوذ او اقتصادي مارکیټ پخپلو سره د نورو رقیبو توجه او جلب او ددې بې جلوه پرمختګ دمخنیوي لپاره لاس په کار سوه.

دا کړني چي د دهغه(الهی قهر) کرونا د راتګ سبب سوې ، چي تولیدوونکو هیڅ کله ددې بلا په تولید سره بیرته ددوی پر لور د ورګرځېدو اټکل نه وو، دا الهی قهر د ABC جګړییز فورمول د B (Biological war)  منځته راتګ چي پایله يې د کروئيد ۱۹ یا کرونا ککړ ویرس په نړۍ کي دهغه خپریدل وه، کیدای سي د( اي بي سي جنګ) دا نوی ازمویلB  فورمول نور ډولونه ولري او نړۍ په راتلونکي نوره هم وګواښي.

په مدیترانیی برخه کي د وسلو دسودا ګرو ترمنځ دیوه بل ساړه تاوده جنګ پیلامه را ښئي، دا جنګ د مدیرتراني بحیري  شمار دایبري ټاپو وزمي شمال غرب سیمه جرمنی  په منځنی جنوبي برخه کي  دلیبیا بحران دوام ، په جنوب شر کي د سویز کانال په غاړو د مصر او شمال شرق سیمه کي  ترکیه او ختیځ برخه کي د دفلسطین، اردن، لبنان  ونوي بحران ته دراښکیولو فلمه وي. دا چي څه به کیږي څارو به يې.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x