افغانستانسولې اړوند خبرونه

کرزی: مشورتي لویه جرګه دې د بین الافغاني مذاکراتو په سمدستي پيل ټینګار وکړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ زمری، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت پخوانی مشر «حامد کرزی» وايي، دواړه لوري دې د مذاکراتو د پيل لپاره د باور فضاء رامنځته او د مشورتي لویې جرګې غړي دې د افغانانو د خپلمنځي خبرو په چټک پیل ټينګار وکړي.

د کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له اوږدې مودې راپدېخوا په هیواد کې د سولې د ټینګښت لپاره هڅې کېږي؛ خو په بېلابېلو وختونو کې له ځنډ سره مخ شوي؛ او اوس د «دا په دواړو خواو کې د افغانانو ملي مسولیت دی چې ژر تر ژره د سولې د بین‌الافغاني مذاکراتو پر وړاندې هر راز خنډ لرې او د باور فضا رامنځ ته کړي.»

نوموړي وړاندې زیاته کړې «په پام کې ده چې د روان کال د اسد په ۱۷مه نېټه د طالبانو د اسلامی تحریک د بندیانو د خوشې کېدو په هدف مشورتي جرګه دایره شي. هیله څرګندوم چې دغه مشورتي جرګه یوازې د سولې د ملي حیاتي مرام لپاره د بین‌الافغاني مذاکراتو پر فوري پیل تأکید وکړي او ټول هغه اقدامات تر سره کړي چې تر جرګې وروسته سراسري اوربند تأمین، بین‌الافغانی مذاکرات فوراً پیل او په هېواد کې تل پاتې سوله ټینګه شي.»

د کرزي په خبره، که مشورتي لویه جرګه پورته اهدافو ته د رسېدو لپاره اقدامات وکړي، دده د تایید وړ ده.

کرزی داسې مهال د بین الافغاني مذاکراتو په چټک پيل ټینکار لري، چې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» په دې وروستیو کې د پاتې څلور سوه طالب بندیانو له سمدستي خلاصون انکار کړی، او د هغوی په اړه د تصمیم نیولو لپاره یې مشورتي لویه جرګه رابللې؛ چې له امله یې بین الافغاني مذاکرات تر نامعلومې مودې پورې وځنډېدل.

دغه جرګه چې سبا ورځ په کابل کې رابلل کېږي، ۳۳۰ میلیونه افغانۍ ورباندې مصرفېږي، د طالبانو له لوري تحریم  شوې او د سولې لپاره د شته فرصتونو د ځنډلو په معنا یې بللې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

دا د CIA بګیل جاسوس ولی په هره خبره کی ځان ګډوی ، د دی مداری رسمی وظیفه څه ده ؟؟
ټوله د یوه آس غوږونه دی .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x