Ashraf og Abdullah d.9.4.14

اشرف غني او عبدالله د جوړجاړي لپاره له یوه بل سره ګوري

نن ټکی آسیا: د تحول او تداوم ټیم ویلي چې د لانجمنو ټاکنو پر سر  به ډاکتر اشرف غني احمدزی او ډاکتر عبدالله له یو بل سره وګوري.

د اشرف غني د ټیم یو ویاند عباس نویان بي بي سي ته ویلي چې یو هيئت  په کار لګیا ده څو د خبرو لپاره ځای او وخت وټاکي.

خو د ډاکتر عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم ویاند مجیب رحیمي بیا وايي  چې د ډاکتر اشرف غني ټیم دوی سره د خبرو پیل کولو ویلي خو دا لا نه ده ټاکل شوې چې لیدنه به د احمدزي او عبدالله تر منځ وي.

د نوموړي په وینا د دواړو کاندیدانو  تر منځ مذاکرات د احمدزي او قانوني تر لیدنې وروسته پیل شوي.

که څه هم د اشرف غني ټاکنیز ټیم ویاند وايي چې ددغو خبرو موخه د ائتلافي حکومت جوړول نه دي، بلکې د ټاکنو د پایلو لانجې ته د پای ټکي ايښودل دي خو ځينې سرچېنې بیا وايي چې دواړه کاندیدان شاید ائتلاف او جوړجاړی وکړي.

د عبدالله ټیم زیاتوي چې دا خبرې د «ناپاکو رایو څخه د پاکو  رایو » بېلولو لپاره کیږي.

تېره ورځ د ډاکتر اشرف اغني او یونس قانوني تر منځ د ليدنې انځورونو خپاره شول خو ددغې لېدنې په اړه جزئیات لا هم نه دي خپاره شوي.

ولسمشر کرزي تېره ورځ له خپلو دواړو مرستیالانو غوښتي وه چې د ټاکنو لانجې ته دې د حل لاره پیدا کړي.

ټاکل شوې وه چې نن /چنګاښ ۱۱مه/ به د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي، خو پرون د ټاکنو کمېسیون په یوه بېړنۍ ناسته کې پریکړه وکړه چې د پایلو اعلان یې څو ورځې ځنډولی.

کمېسیون ددغه ځنډ لامل د ۲۰۰۰ محلونو د رایو بیا شمارل وښودل.

په ټاکنیزو کمپاینونو کې ډاکتر اشرف غني څو وار ویلي وه چې ائتلافي حکومت په هیڅ صورت نه جوړوي او نه هم له چا سره جوړجاړی کوي.

د چارو کارپوه او ژورنالست وحید مژده بیا وايي چې هيڅ یو نوماند اراده نه لري، دواړه کاندیدان به هغه کوي چې د بهرنیو لخوا ورته وویل شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د