افغانستان

پاکستان: د افغانستان له لوري درنو وسلو برید مو دریو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ زمری، ۱۳۹۹ل): د پاکستان پوځ وایي، د ډیورنډ فرضي کرښې له ها غاړې يې په عسکرو برید شوی، چې په پایله کې يې دریو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای اېس پي ار) په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره ورځ د پاکستان-افغانستان تر منځ د «پولې» په اوږدو کې د خیبر پښتونخوا اړوند «دېر» نومي سیمه کې د افغانستان له لوري پر پاکستاني ځواکونو د هاوانونو او درنو وسلوبرید شوی چې له امله یې یو پوځي وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي.

پاکستاني پوځ که څه هم په دې اړه چې برید د چا له لوري شوی؛ نور جزئيات نه دي ورکړي؛ خو د «تحریک طالبان پاکستان» په نامه د ټویټر له یوه ادرسه ویل شوي، چې یاد برید پاکستاني طالبانو «TTP» کړی.

ټویټ کې وړاندې زیاته شوې، چې برید د پاکستاني ځواکونو په اتو پوستو ترسره شوی او په مهال یې درنې وسلې کارول شوې.

https://twitter.com/TTP94401641/status/1291207444488740866?s=20

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx