افغانستان

زاخېلوال: له مشورتي لویې جرګې سره د مخالفت له امله مې مرکه د ملي تلویزون د رییس له خوا لیري شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ زمری، ۱۳۹۹ل): په اسلام اباد کې د کابل حکومت پخوانی سفیر «حضرت عمر زاخېلوال» وایي، تېره ورځ یې د سولې او مشورتي لوېې جرګې او اړوندو مسایلو په اړه له ملي تلویزون سره مرکه وکړه او هلته یې د مشورتي لويې جرګې رابلل تر پوښتنې لاندې راوستل؛ خو مرکه یې له خپرېدو وروسته د ملي تلویزون د رییس له لوري لیري شوه.

عمر زاخېلوال پر خپله فسبوک پاڼه باندې په همدې تړاو لیکلي، چې تېر ماښام یې له ملي تلویزون سره د مرکې په مهال یې د دلایلو په وړاندې کولو سره د مشورتي لویې جرګې رابلل د پوښتنې وړ وبلل او یاده جرګه يې دې شرط د ملاتړ وبلله چې شخصي انګیزې چې د سولې خبرې پېچلې کوي، پکې مطرح نشي او بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره کړي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې مرکه يې تېر ماښام له خپرېدو وروسته په دې دلیل چې «زه د حکومت ملاتړی نه یم» د ملي رادیو تلویزون د رییس «اسماعیل میاخیل» له لوري لیري شوه.

زاخېلوال د میاخېل یاد ګام د بیان د ازادۍ او د ملي تلویزون د اصولو خلاف ګام بللی، ملي تلویزون یې ملي شتمني یاده کړې چې دده له قوله، د هغه چا شخصي جایداد نه دی چې « په تصادفي او پراشوتي ‌‌‌‌‌‌ډول یې ملي ادارې انحصار کړي او بدنامې کړي.»

نوموړي پر میاخېل غږ کړی، چې د بیان د ازادي په رڼا کې دې د سیاسي مخالفت اصولو ساتلو ته احترام وکړي، دده  د مرکې د لیري کولو اصل دلیل دې ورته وښایي او یا دې هم له ورڅخه د بښنې تر غوښتلو وروسته مرکه بیرته خپره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x