افغانستانسولې اړوند خبرونه

روسیې افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شمېر کمولو له پرېکړې هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ زمری، ۱۳۹۹ل):  وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» وویل، په راتلونکو دوو میاشتو کې به افغانستان کې د شته امریکایي عسکرو شمېر څلور یا پنځه زره ته راټيټ کړي؛ د روسیې بهرینو چارو وزارت له یادې پرېکړې هرکلی کړی.

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې دغه څرګندونې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو مرستیال « الکسی زایتسف» کړي.

نوموړي ویلي «موږ د واشنګټن له دې پرېکړې هرکلی کوو، چې غواړي په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر څلور زره یا هم پنځه زره ته راټيټ کړي.»

په ورته وخت کې سپوټنیک خبري اژانس د نوموړي له خولې وړاندې لیکلي «موږ د ولسمشر ټرمپ وروستۍ څرګندونې د نوموړي ټاکنیزو ژمنو ته تعهد بولو او  له طالبانو سره د کړې توافقنامې د اجراء کولو په برخه کې یې د سپیني ماڼۍ د قوي هوډ څرګ ګڼو.»

د الکسی زایتسف له قوله، روسیه باور لري چې د طالبانو او امریکا تر منځ شوې توافقنامې بشپړه اجراء او د بین الافغاني مذاکراتو پیل د افغانستان د ثبات لامل ګرځېدای شي.

د روسیې له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» له یوې رسنۍ سره د مرکې په مهال وویل، چې دی به د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د پیلېدو تر مهاله  په افغانستان کې د ۸ زره شاوخوا عسکرو شمېر ۴ یا ۵ ته راټيټ کړي.

ياده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې توافقنامې په بنسټ، ټول بهرني ځواکونه باید د څوارلس میاشتو دننه له افغانستانه ووځي.

روسیه د هغو هیوادونو له ډلې ده، چې له یاد توافق یې هرکلی کړی او په بیا، بیا یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x