افغانستانسولې اړوند خبرونه

اتمر: د بهرنیو جنګیالیو په شتون کې دې نړیوال ځواکونه له افغانستانه نه وزي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ زمری، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې توافقنامې مطابق له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او امریکايي ولسمشر هوډ کړی، تر نومبر میاشتې پورې افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر څلور زره ته راټيټ کړي؛ د کابل حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر «حنیف اتمر» وایي، بهرنیان دې تر هغو له افغانستانه نه وزي، تر څو چې بهرنۍ جنګي ډلې او بهرنیان له دې هیواده نه وي وتلي.

اتمر دغه څرګندونې د امریکا د ملي امنیت له پخواني سلاکار «مک ماسټر» سره په خپله وروستۍ مرکه کې کړې.

نوموړي ویلي، چې بهرني ځواکونه باید د افغانستان شرایطو ته په کتو له افغانستانه ووزي او له تروریزم سره تر هغو مبارزه روانه وساتي، چې ټول بهرني جنګیالي له افغانستانه ووزي «دا ډېره مهمه ده چې نړیوال ځواکونه شرایطو ته په کتو له افغانستانه ووزي، باید باوري شي چې بهرني جنګیالي له افغانستانه وزي، د بهرنیو جنګیالیو وتل باید د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره یو شرط وي، ځکه موږ یوازې له طالبانو سره سوله نه کوو، بهرني او پاکستاني جنګیالي باید له افغانستانه ووزي او په دې تړاو باید په خبرو کې بحث وشي.»

د اتمر په خبره، که بهرنیان له «تروریزم» سره مبارزه ونکړي، دا وېره شته چې د سپتمبر د یوولسمې پېښه بیا ځلې تکرار شي «هغه چې فکر کوي د تروریزم په وړاندې له مبارزې څنګ ته کېدل، به یې مصئونیت تامین کړي؛ بیا ځلې دې په دې اړه فکر وکړي.»

نوموړي اعتراف کړی، چې افغانستان د یوه «مؤثر حکومت» په جوړولو کې چې له فساد سره مبارزه وکړي؛ پاتې راغلی او طالبانو ته یې د خبرو یو ښه انتخاب په لاس نه دی ورکړی.

د بهرنیو ځواکونو په شتون باندې د اتمر ټینګار داسې وخت دی، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې توافق مطابق تر دې دمه زرګونه بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي.

طالبانو په بیا، بیا ویلي چې افغانستان کې بهرني جنګیالي شتون نلري او د شتون تبلیغات یې د «اشغال» دوام ته د بهانو لټول دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

خلقی او پرچمی او ډیموکراټ او سیکولر ټوله د یوه حذب غړیتوب لری چی هغه د شیطان حذب دی ، د دوی دښمنی د الله تعالی او د هغه د خوږ نبی د لارویانو سره ده . چی څومره درواغجنی ډرامی جوړی کړی امریکا نوره د ټینګیدو نده ، امریکا ماته ده نور یی څه د وسه نکیږی ، امریکا بیا ۵۰ هیوادونه نسی راوستلای او د سیمی هیوادونه هم د امریکا بیا انډوخر نه غواړی . ای حذب الشیاطینو ! چی ټوله د ابلیس قومونه مو هم در سره راټول کړی د الله تعالی د حذب د طالبانو کرامو… نور لوستل »

سیدزرغون شاه آغا

اتمرجانه! بیشکه چی اصلی وطنفروش یی. خپل اصلیت دی ښکاره کی. اوس یوه چاره کوه چی د طالبانو په لیکو کی ځانته یوځای پیدا کی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x