افغانستان

پروان: دولتي عسکرو تازه راخلاص شوي طالب بندي وژلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ زمری، ۱۳۹۹ل): طالبان وایي، دولتي ځواکونو په پروان ولایت کې د محبوب الله په نوم تازه را خلاص شوی بندي د چاپې په ترڅ کې وژلی.

د طالبانو د بندیانو چارو کمېسیون له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پروان ولایت په چاریکار ولسوالۍ کې د «دښمن» ۲۲۲ قطعې  پر هغه کور چاپه اچولې چې له بګرام زندان څخه تازه خلاص شوی بندي محبوب الله د تیمور شاه زوی پکې مېلمه وو.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې په چاپه کې د کور خاوند، او د هغه زوی ټپيان شول، د کور یوه انجلۍ شهیده شوه، او محبوب شاه هم لومړی ټپي، او وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.

د خبرپاڼې په بنسټ « اسلامي امارت دښمن ته خبرداری ورکړی وو چې د راخلاصو شوو بندیانو د بیا نیولو یا په شهادت رسولو هڅه ونه کړي، کنه داسې کول به را خلاص شوي بندیان بیرته اړ کړي چې سنګرته لاړ شي؛ خو داده دښمن خپل وحشت ته دوام ورکړی او بیا يې په دا ډول جنایت لاس پوری کړ.»

طالبانو حکومت ته ګواښ کړی، چې د ورته پېښو د دوام د ناړه عواقبو مسئولیت به یې په غاړه وي.

یاده دې وي، چې تر دې وړاندې هم طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره یاده کړې وه چې حکومت په تازه خلاصو شویو بندیانو باندې چاپې وهي، چې له امله یې کېدای شي طالب بندیان چې د طالبانو د مشرتابه له لوري د عادي ژوند د دوام هدایت ورته شوی؛ بیرته وسلو اخستلو ته اړ شي.

څه موده وړاندې دولتي ځواکونو په هرات ولایت کې د یوه تازه خلاص شوي بندي د خلاصېدو په مناسبت رابلل شوو مراسمو باندې بمبار وکړ، چې له امله یې تر اویا پورې کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x