نظــر

مسلمیار د مشرانو جرګې رئیس که د داعش سراعلی قومندان؟

احمد فایز

فضل هادي یې نوم دی، په مسلمیار مشهوره دی، د ننګرهار  د چپرهار ولسوالۍ د دولتزیو چینو کلي اوسیدونکی او د محمد عمر زوی دی، یو ورور یې صدیق دولتزی او بل شمس الرحمن مسلمیار نومیږي. د طالبانو د نظام پرمهال په ننګرهار کې په امربالمعروف کې موټروان وو چې بیا د غبن، دهوکې او غلا له کبله له موټروانۍ څخه شړل شوی و نو د داسې شخصیت درلودونکی څوک چې په موټروانۍ غوندې دنده کې هم په غلا او فساد تورونیږي نو په اصطلاح د مشرانو جرګې د رئيس په حیث چې مقرر شي نو څه او څه به ونکړي؟ داسې چا ته چې خپل حیثیت او شخصیت ورته ارزښت نلري، د هیواد ګټې، ملي ارزښتونه او ملي منافع به یې څنګه په رګونو کې جریان وکړي؟ د پردې تر شا چې اوس دې موټروان کومې لوبې روانې کړي، په اړه یې لیدونکو سره معلومات شریکوو.

مسلمیار واک ته د رسیدو سره سم په ننګرهار کې یو داسې ګروپ فعاله کړ چې د هغې په توسط به یې لوړ پوړي دولتي مسولین چې له نوموړی سره به یې رقابت او سیالي روانه وه، ترور کول او یا به یې هم له نورو لارو له صحنې ایسته کول، همدارنګه قومي مخور او په سیمو کې د مرکو جرګو خلک یې هم نشوای زغملای، د شتمنو اختطاف، په یوه او بل نوم په غم او ښادیو کې چاودنې، له ډاکټرانو او د پوهنتون له استاذانو روپۍ اخستل او د نه ورکولو په صورت کې یې مرګ او شکنجه کول د دوی دنده وه

د داعش سره اړیکې:

مسلمیار د خپلې ولسوالۍ څو تنه اجرتي قاتلان او مشهور اختطافګر چې د ده بارډي ګاردان هم ول، د داعش لیکو ته په داسې حال کې سوق کړل، چې لسګونه نورو کسانو یې هم ملتیا کوله، په پرمختللیو وسلو سمبال او سره د پوره مصارفو او اکمال د طالبانو په خلاف کوټ ولسوالۍ ته ولیږدول شول، په دې ولسوالۍ کې یې د طالبانو یو ولسوال قاري عبدالله او څو تنه نور طالبان د یوې پلان شوې دسیسې په ترڅ کې شهیدان کړل، وروسته یې له دین او شریعت نه ناخبره اورکزیو سره لاس یو کړ. ومړی وحشیانه عمل یې دا وو چې د شینوارو د قوم څو سپین ږیري او د مامند مخور یې په بمونو کینول او شهیدان یې کړل.
د اورکزیو په ملتیا دې ګروپ د مسلمیار په مستقیمه اشاره او ورکړل شویو هدایاتو د اطرافي سیمو په شمول په ښاري سیمو کې هم د ملکي، نظامي او بانفوذه مخورو د ترور کولو ته کار ویلی وو، مسلمیار د خپل قدرت او مسولیت څخه په استفاده د خپل پلان د کامیابۍ پخاطر په ټولو دولتي ادارو کې خپلو نفوذي کسانو ته ځای ورکړ چې د هغوی په همکارۍ اوس هم چې هر وخت وغواړي داعشي بریدونه ترسره کوي/کولای شي.

باید یادونه وکړو چې مسلمیار دا ظالمانه کړنې د ډاکټر سبا ګل په بانډ (اورکزیو) چې مشهور په محمد و پر مټ ترسره کولې.

ډاکټر سباګل څوک و او څه یې ترسره کړل؟

ډاکټر سبا ګل د چپرهار ولسوالۍ اوسیدونکی او د زیارت ګل ورور چې د کابل په حکومت کې د ننګرهار د کانال برحال رئیس و د مسلمیار سره د داعش په پروژه کې لومړنی لاس همکار وو. ډاکټر سبا ګل په داعش کې د نظامي لیکو یو مسول ګمارل شوی وو چې د ده له طریقه ټولو داعشیانو ته اکمال کیده، د هغوی ضروریات پوره کیدل ان په هلیکوپترو کې ورته نظامي او نور خوراکي توکي لیږدول کیدل، له همدې کبله ټول داعشیان پر سباګل رامات وو او یو له مهمو مشرانو یې حساباوه. له یوه ځایه بل ځای ته د داعشي افرادو لیږد، په دولتي موټرو کې د مسلمیار په مرسته ترسره کیده، دغه راز یوې سیمي ته د برید لپاره د وسایطو او داعشي افرادو او ځانمرګو انتقال هم د مسلمیار په مرسته د دولتي امکاناتو څخه په استفاده ترسره کیده

مسلمیار په ډیرو ملکي او غیر نظامي تاسیساتو همدارنګه پر پوهنتونو، روغتونونو باندې د داعش پر مټ چاودنې او بریدونه ترسره کړل چې له کبله یې زرګونه هیوادوالو ته د سر او مال زیانونه واوښتل

د مسلمیار نږدې دوست او د کابل په حکومت کې برحال د کانال رئیس زیارت ګل څه دنده پر مخ بیوله؟

مسلمیار په جلال اباد ښار کې د داعش د اکمال او هغوی سره د مسلسلې رابطې په پار یو دفتر جوړ کړی و چې رابط یې د کابل حکومت برحال د کانال رئیس زیارت ګل وو، د زیارت ګل په توسط به د داعش مشرانو او افرادو ته د هغوی نظامي تجهیزات، خوراکي مواد، د زخمیانو تداوي، ښاري سیمو کې د داعش مشرانو او ځانمرګو ته استوګن ځایونه برابریدل او دغه شان مالي مرستې برابرول هم د نوموړي پر غاړه وو.
د مسلمیار له لوري داعشیانو ته اهداف، کوردینات او نورې مهمې مشورې ورکول د همدغې دفتر او زیارت ګل له لارې ترسره کیدل.

صدیق د مسلمیار ورور او د چپرهار ولسوال داعشیانو ته پخپلو کورونو او نورو مهمان خانو کې د مسؤن ځای ورکولو مسولیت لري:
صدیق چې د مسلمیار ورور او په (لډر) مشهور دی، لډر ده ته خلک د ده د خرمستیو او شین توب له کبله وایي، د صدیق دنده داده چې څنګه د داعش له لیکو سره د بهرنیو استخباراتي کړیو روابط برابر، او له هغوی څخه هدایات واخلي، دغه راز د داعش جنګیالیو ساتنه او په خپله سیمه کې مسون ځای ورکول هم د ده اصلي دندې بلل کیږي. مسلمیار خپل ورور صدیق ځکه د چپرهار ولسوال ټاکلی، چې د ده له طریقه په اسانۍ داعش ته د کارونو زمینه سازي کیدله. چپرهار ډیره یوه ستراتیژیکه ولسوالي ده چې جلال اباد ښار ته په څو کیلو مترۍ کې موقیعت لري؛ ځکه خو د دوی انتخاب هم دا مهمه ولسوالي ده ترڅو د دوی کنترول  ورباندې همیشه وي.
طالبانو سره د داعش ټوله جګړه په چپرهار کې د مسلمیار له مهمان خانو، د جلال اباد ښار له میدان هوایي او له نورو هاغو سیمو څخه رهبري کیده چې مسلمیار د بهرنیانو په هدایاتو ورته کرایه کړي وو.

په جلال اباد د برید صحنه او عیني شاهدان:

د جلال اباد محبس د داعشیانو د ساتلو یو بل ستر مرکز و، چې دلته همیش هاغه داعشیان ساتل کیده چې یو بل وخت یې د فتنې په توګه وکاروي.

برید داعشیانو پداسې مهال ترسره کړ چې وار له مخه د محبس د ټولو خونو قلفونه خلاص کړل شوي ول د محبس پرسونل په محبس کې شتون نه درلود دا چې د محبس امر د مسلمیار له کلیدي همکارانو او نږدې دوستانو څخه یو دی، قابو دوه اونۍ وړاندې د درېیم ځل لپاره د مسلمیار  په ځانکړي سفارش د محبس د امر په توګه مقرر او دا پلان شوی کار یې تطبیق کړ.
عیني شاهد:
د جلال اباد یو تن بندي داسې وویل: کله چې بریدګر راغلل، له موږ یي پوښتنې کولې له چاسره تړاو لرئ؟ که به مو طالبان ورته وښودل په کونداغونو به یي ووهلو، بیا به چې دوی لاړل عسکر به راغلل هغوی به ووهلو خو برید ګرو ته راغلیو عسکرو هیڅ نه ویل، د طالبانو اسیران به بیرته نیول کیده او د داعش بندیان به په دولتي موټرو کې خوندي سیمو ته بیول کیدل.
دغه بندي زیاته کړه چې موږ څلور کسان وو، لرې ښاري سیمي ته په وتلو بریالي شو خو یو کور والا هم اجازه نه راکوله چې زموږ له جملې یې دوه کسان بیرته ونیول، دغه بندي وویل چې دا پلان ټول د محبس امر جوړ کړی وو، هغه بریتو چې د مسلمیار خاص نفر دی او خپل ټول داعشیان بندیان چې سلګونه تنه ول وویستل، دا اوس هم په چپرهار کې د صدیق په حویلۍ کې پراته دي.

په زندان کې د یو تن داعشي د خولې اقرار:

دغه بندي ملګری وايي، ما په زندان کې له یو تن داعشي څخه پوښتنه وکړه چې څنګه یي ونیولې؟ هغه ورته ویلي وو چې په جلال اباد ښار کې مسلمیار یو دفتر جوړ کړی وو، خاص د داعشیانو لپاره زه او دوه تنه یې نور د رابط په توګه ګمارلي وو، زه د زیارت ګل سره په موټر کې ناست وم، وایي چې کله یي د دفتر مخې ته کیویستم، روپۍ او څه میاشتنۍ خرڅ مې د ملګرو لپاره راواخیسته چې د بیرته راتګ پر مهال په لاره کې د قطعه خاص عسکرو د طالبانو په نوم ونیولم، روپۍ هم راسره ډیرې وې هغه یې راڅخه واخیستې او کابل ته یي انتقال کړم، بندي وم چې بیا څه موده وروسته مسلمیار پیدا او جلال اباد محبس ته را انتقال کړم.

مسلمیار په جلال اباد ښار کې دې خلکو ته خپل دفتر جوړ کړی، داعشیان هلته ورځي، د دوی ضروریات پوره کوي او زیارت ګل چې د چپرهار اوسیدونکی دی او د کانال ریئس وو، په موټر کې د داعشیانو د انتقال وظیفه درلوده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

سلام علیکم. ځینی وخت ویلډینګ کاری ته اړتیا لیدله کیږی. لاندی لیکنه کیدای سی د پورته لیکنی په اړه هر لوستونکی ته بېل بېل تعبیر او تفسیر او تبصیر په ګوتو ورکړی. مولانا په مثنوی کی یو خوږ داستان په منظوم ډول نقل کړی دی: ” کوم خرکار پر خپل خره د مالګی بارونه له یوه ټاکلی ځای څخه بل ټاکلی ځای ته وړل او همدا ئې کار او کسب ؤ. یوه ورځ خر پر پُل روان او خرکار پسی ؤ، ( خر چُرت وړی ؤ یا شاید ګیربکس یا کلَچ یا بِرِک ئې له کاره وتلی ؤ) پښه ئې… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx