شعـــــرونه

د مظلوم ازار/ جواد مل

جوادمل

اخ وهي زړونه د جبر په منګل تل
ده پېشه يې له مظلوم ازار ګټل تل

که د خير کارونه لس کاندي په ورځ کي
خو د شر کارونه کړي په ورځ کي سل تل

بل بس دومره دی په ښه به دي در نه سي
هم پېغور, هم دي رسوا, هم دي خوري خپل تل

چي ازغي ورسره مله نه وي دا واوره
هر انسان کوښښ کوي چي خپل کړي ګل تل

دا يې خوښه ده چي خپله يو کار وکړي
خو بد رد وايې که وکړ چيرته بل تل

ښه پر ښو خو ښځي هم کړي جوادمله!
خوی د نر پر بدو باندي ښه کول تل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x