افغانستان

د جنرال میلر په مشرۍ ګڼو دولتي چارواکو د کابل ښار او لویې جرګې امنیتي پلان ارزونه وکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ زمري، ۱۳۹۹ل): افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر په مشرۍ د کورنیو چارو وزیر او یو شمېر نورو دولتي چارواکو د کابل ښار او مشورتي لویې جرګې د امنیتي پلان ارزونه وکړه.

د اشرف غني لخوا د رابلل شوې مشورتي لویې جرګې ګډونوالو ته د ډاډ ورکولو په موخه نن سهار وختي افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر په داسې حال کې چې افغان ځواکونه یې بې وسلې کړي وو، د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود انداربي، ددې وزارت امنیتي معین او یو شمېر نورو لوړ پوړو امنیتي چارواکو په ګډون د سولې مشورتي لویې جرګې د تالار شاوخوا سیمې له نیږدې څخه وکتلې او د جرګې د امنیت ډاډ یې ورکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې جنرال میلر تیره ورځ هم ددې جرګې د امنیتي پلان ارزولو په خاطر د کابل حکومت د ملي امنیت شورا مشر حمدالله محب سره یوځای د جرګې تالار په داسې حال کې ورغلی ؤ، چې هلته په دنده بوخت ټول افغان ځواکونه یې بې وسلې کړي وو.

د کابل حکومت مشر اشرف غني د څلور سوه طالب بندیانو د خلاصون په پلمه په داسې حال کې د لویې جرګې د پرانیستلو لپاره تیاری کوي، چې د جمعیت اسلامي او حزب اسلامي په ګډون ګڼو سیاسي ګوندونو، حکومتي چارواکو، قومي مشرانو او آن د حکومت لخوا انتساب شوې ولسي جرګې هم د لویې جرګې رابلل غیر قانوني بللي او مخالفت یې ورسره څرګند کړی دی.

په ورته مهال طالبانو هم د سرتاسري سولې او سیاسي توافق نه وړاندې د دارنګه جرګو رابلل غیر قانوني او ګډونوال یې د ملت له استاځولۍ څخه بې برخې افراد ګڼلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا په مشرۍ ګڼو اروپايي هېوادونو ددې جرګې له رابللو هرکلی کړی او خپل ملاتړ یې ورڅخه اعلان کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx