نظــر

یو ځل بیا مشورتي لویه جرګه!؟

پوهاند محمد اسماعيل يون

جرګه او مشوره هم یو اسلامي  اصل دی او هم زموږ ملي دود. جرګه د بحران د حل او د غوټې د خلاصون لپاره جوړېږي.

جرګه لویه وي که وړه ، معمولاً داسې پرېکړې کوي ، چې له دواړو مخالفو لورو یو څه کموي او هم دواړو لورو ته یو څه ورکوي ، نو ځکه خو د جرګې د پرېکړې له امله هېڅوک ځان بایلونکی نه احساسوي ، خو دا حالت هغه وخت رامنځته کېږي چې دواړه لوري جرګې ته واک ورکړي او جرګه خپلې پرېکړې د همدې صلاحیت له امله تعمیل کړي.

مشورتي جرګه یا لویه جرګه بیا دا ځانګړنه نه لري، د پرېکړې صلاحیت نه لري او مشوره یې هم د واکمن په مزاج پورې تړلې ، چې مني یې او کنه او یا یې کومې برخې عملي کوي.

څرنګه چې په افغانستان کې پر ټولو ملي او ان دیني ارزښتونو سیاسي معاملې شوي او ملنډې پرې وهل شوي ، نو اوس د جرګو نوبت دی چې دا دا ارزښت هم پیکه ، تکراري او کلیشه یي شي.

د کرزي صیب د واکمنۍ پر مهال د سولې لویه جرګه جوړه شوه، نچوړ ېې دا شو چې یو جنګسالار د سولې د عالي شورا رییس شي، بیا له امریکا سره د امنیتي تړون لياره بله لویه جرګه جوړه شوه ، کرزي صیب د هغې جرګې نظر او پرېکړې ته هم ارزښت ور نه کړ، بیا ډاکتر صیب غني له طالبانو سره د سولې په باب مشورتي لویه جرګه جوړه کړه ، د هغې وړاندیزونه هم لس سلنه عملي نه شول.

اوس دا دی یو ځل بیا په ډېر لږ تغیر هماغه لویه جرګه رابلل کېږي او هغه هم د څلور سوه طالب زندانیانو په باب یوازې د مشورې غوښتلو لپاره ، نه دا چې د پرېکړې لپاره ، ځکه چې حکومتي چارواکو لا وار دمخه ویلي چې دا جرګه له قانوني پلوه د یادو زندانیانو د خلاصون په باب د پرېکړې صلاحیت نه لري.

د لیکوال دې ژبه ګونګه شي چې حقیقت نه وایي او د پاچا دې ورمېږ مات شي چې خپل ملت سره ټکي کوي او هغه ته دروغ وایي. حقیقت خو دا دی چې نه خپله ډاکتر غني او نه د هغه د حکومت  ټامي برخه جرګې او مشورې سره لېوالتیا لري، نه پر دې دود خبر دي او نه هم د چا مشورې ته غوږ ږدي.

د ډاکتر غني په مشرۍ د ملي وحدت په حکومت کې غني او عبدالله دواړو تر (۱۰۵۰) زیات مشاورین درلودل. ښاغلي غني ته قسم ور کړئ چې کوم مشاور سره یې مشوره کړې ده؟ او مشاور ته یې هم سوګند ور کړئ چې کله دې هم جمهور رییس ته مشوره ورکړې ده؟

داسې مشاورین هم شته چې په تېرو شپږو کلونو کې یې یو ځل هم مخامخ جمهور رییس نه دی لیدلی. خپله جمهور رییس ته قسم ور کړه چې ته خپل ټول مشاورین پېژنې ؟ او کله دې هم له هغوی سره په تېرو شپږو کلونًو کې کوم ډله ییز مجلس کړی دی؟ خو معاشونه حواله کېږي او بیت المال خالي کېږي، په تېرو شپږو کلونو کې نږدې (پنځه سوه ملیونه ډالره) د همدې بې مشورې لوړ پوړو مشاورانو جېبونو ته لوېدلي دي ، خو مشوره صفر ، ان فرهنګي مشاورانو  یې د خپل محبوب ولسمشر د لسګونو لفظي تېروتنو سمون ته هم لاسرسی او جراات پیدا نه کړ. نو یو څوک چې له خپل رسمي مشاور څخه مشوره نه اخلي هغه بیا پر دې مظلوم ولس دومره مهربانه شو چې دهغه اصلي او تصنعي استازي را وغواړي او د هغو مشورو ته ارزښت ورکړي؟

دا هسې د وخت او ملي پانګې ضایع کول او د عامه اذهانو مصروف ساتل دي او بس.

پر تېرې مشورتي لویې جرګې په مستقیم او نامستقیم ډول نږدې (پنځوس ملیونه ډالر ه) لګښت راغلی و، پر دې جرګې ظاهراً (۳۳۰) ملیونه افغانۍ ، خو که نور اړوند نا مستقیم لګښت یې محاسبه شي نږدې (لس ملیونه ډالره )لګښت پرې راځي. یانې د هر بندي د خلاصون په باب د مشورې لپاره موږ ( ۲۵۰۰۰ډالره = ۱۹۵۰۰۰۰افغانۍ زیان زغمو) او د هر بندي لپاره لږ تر لږه له( ۱۰) تنو جرګه مارو څخه مشوره اخلو. دېته وایي پر جرګو مرګو او پر و طن او بیت المال مین چاروکي!!؟ څوک به ورته ووايي چې کله هم د جرګې او مشورې اساسي ضرورت وي هلته ولې پر دې ملت غږ نه کوې ؟

کله چې دې پر اساسي قانون معامله کوله هلته د ملت مشوره چېرته وه ؟ کله چې له ( ای ایس ای) سره د استخباراتي معلوماتو او د ګډو همکاریو پټ تفاهم کېده ، دا ملت ولې و نه پوښتل شو؟ کله چې پر ډیورند معامله کېدله او اغزن تار تېرېده د ملت غږ ولې وا نه ورېدل شو ؟ شپږو کلونو کې کابینه تکمیل نه شوه ، پر علت او معلول یې ولې له ملت او د هغه له استازو سره مشوره و نه شوه،؟ د فسادګرو، لنډغرو او جنګسالارانو د زور زیاتي د مهارولو په باب ولې ولس سره یوه ناسته تر سره نه شوه؟  او داسې نورې په سلګونو ولې ولې؟ اوس خو ډاکتر غني غواړي که نه ، دا ځلور سوه طالب بندیان پرې امریکایان په زوره خوشې کوي ، لکه په هغه نورو کې چې یې ورته سرې ، شنې او نورې کرښې ماتې کړې. دی اوس غواړي خپله پړه د ملت په نامه پر داسې راټولو شویو استازو واچوي ، چې د هغوی پر اکثریت په خپله د ملت شک دی چې دا لا د چا استازي دي ؟؟ خو بیا هم که دوی یوه فکري او ژور نظر وړاندې کړي،  ځان به له ملامتۍ وژغوري، یانې دا چې ښه به دا وي چې دوی ټول واک خپله ښاغلي غني ته ورکړي چې ته خپله د اساسي قانون او د ملت د ګټو په رڼا کې فیصله وکړه، په دې ډول به جرګه له ملامتیا و ژغورل شي او غیر له دې هم جمهور رییس دجرګې هغه خبرې مني چې د ده پر مزاج برابرې وي.

د جرګې وړاندیزونه هم د حکومت په نظر نهایي او قانوني نه دي او دا به هغه وخت قانوي ګڼل کېږي ، چې ولسي جرګه یې د یوې قانوني مصوبې په توګه تایید کړي او د ولسي جرګې پرېکړه بیا هغه وخت قانوني ده چې مشرانو جرګه یې تایید کړي او دا پرېکړه بیا هغه قانوني ده چې جمهور رییس یې لاسلیک او توشبح کړي او کله چې بیا په رسمي جریده کې دا قانون خپور شو ، نو بیا د اجرا وړ دی، د سولې د هیت مساله هم دې ته ورته ده ؛ هغه هم کوم اجرايي صلاحیت نه لري ، یوازې پیغام به وړي او راوړي ، نور کوم واک نه لري ، په دې ډول به د غني د حکومت پنځه کاله پوره شي او د حاکمیت په پای کې به بیا چغې پورته کړي چې په هر زمان او مکان کې له کوم قید او شرط پرته هر ډول قربانۍ ته حاضر یم راشئ سوله وکړئ ، خو هغه وخت به ډېر نا وخته وي او په دې بهیر کې که دا حکومت د امریکایانو په مرسته همداسې تداوم ومومي ، نو ډېرې وینې به تویې شوي او ډېر سرونه به تولې شي.

له دې اوږده داستانه مې هدف دا و چې که د لومړۍ درجه چارواکو اصلي نیت ته دقیق شو ، نو کیسه خرابه ده ، خو که امریکا رښتیا هم سوله غواړي ، نو لومړی دې پر پاکستان اصلي او تهدیدي فشار راوړي او بیا دې طالبانو ته سره کرښه راکاږي چې سوله غواړئ که جنګ؟ او بیا دې دلته په حکومت  کې خپلو لومړۍ درجه  مامورینو  ته ووایي چې غلي کېنئ ؛ زما پیشو ما ته میو؟ نو دوی چې کله دا اخطارونه احساس کړي هر څوک به خپل حد و پېژني ، عیناً لکه شوروي مشر (ګرباچف ) چې کارمل ته وویل وخت دې پای ته رسېدلی ، نو بیا یې پر ځای داکتر نجیب راغی ، نو که دا ډول جدیت و ښودل شي د امریکا تر روانو ټاکنو وړاندې به افغانستان له یو نسبي ټیکاو او سولې څخه برخمن شي . له دې پرته به همدا د شیخچلي کیسه روانه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx