ځوان شاعر او لیکوال عنایت الرحمن فیضان له نړۍ وکوچید

په ننګرهار کې د جلالکوټ ادبي خوځښت او ژوند ادبي بهیر فرهنګي غړی، په فیسبوک کې د ويښ اسلامپالو د (په سړو کې سړی) لومړی سړی او ځوان شاعر او لیکوال عنایت الرحمن فیضان د کونړ په مروره کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د شهادت جام نوش کړ.

نږدې څلورویشت کلن عنایت الرحمن فیضان د نورستان ولایت د مرکز پارون ولایت اوسېدونکی و، چې له یو کال راهیسې يې په پېښور کې د اقتصاد پوهنځی لوست.

فیضان په جلالکوټ ادبي خوځښت کې تر ډېره راپورونه لیکل او په ژوند ادبي بهیر کې يې په کره کتنه کې دروند نظر درلود.

عنایت الرحمن فیضان تېره ورځ له خپلو دوو نورو ملګرو سره یوځای د کونړ په مروره کې لمانځه ته په تګ کې د یرغلګرو د الوتکې هدف وګرځيد او درې واړه يې په شهادت ورسول.

د فیسبوک په ټولیزه رسنۍ کې د فیضان شهادت اسلامپال د وير په ټغر کېنول او سیکولرانو خپلو ټاپو ته زور ورکړ.

په ننګرهار کې د جلالکوټ ادبي خوځښت مشر ارشاد رغاند لیکي: «په ملګرۍ،اخلاص،پاک زړیتوب او سپېڅلتیا کې کم ساری و،درېغه چې ډېر سرزوری او احساساتي هم نه وای!

مرحوم فیضان دې خدای تعالی وبښي،له ټولو مخالفو… باورونو سره یې پردې شاهدي وایم،چې له وطن او اسلام سره یې مینه او جذبه خورا ځوانه وه.»

په ټولیزو رسنیو کې د شهید عنایت الرحمن فیضان فکري مخالفینو دی په پنجابیتوب تورناوه او دلیل يې د شهید له پوسټونو نه د ټاکنو «نه منل» را اخیستل. دې تور ته په ټاکنو کې دخیل او د لغمان ولایتي شورا ته نوماند ځوان انقلابي یوسفزی داسې لیکي: «دهغه ماغزونو ار کړی وو دهغه له سترګو دنړیوال سحر او جادو کرغیړنی ډالری پردی لری شوی وی هغه حقیقت لیده چی انتخابات یوه ډرامه ده او په دی بی واکه او یرغمل شوی هیواد کی هر څه دپردیو په اشاره تر سره کیږی فیضان پوهیده چی نه یی دا ځمکه خپله ده او نه یی هوایی حریم افغانی دی او یوه ورځ به خا مخا دکافرو بی پیلوټه الوتکی په خپل کور کلی کی بی جرمه او بی ګناه دده ساه اخلی او دژوند له نعمت څخه به یی بی برخی کو یوپاوی پوهیده چی هیواد یی خپل نه دی واک یی خپل نه دی اختیار یی خپل نه دی نو څه ضرور چی په داسی بی واکه او بی اختیاره هیواد کی په ټاکنو باور وکړی او ځان پکی ستړی کړی دا پوهیده چی دملت په رایو کامیاب اشرف غنی ته څوک په اسانه دا پاچا هی نه ورکوی بلکی سلګونو ما ملو ته به یی احتیاجوی اویو ضعیفه مشترکه حکومت به ورته په لاس ورکوی هغه په خپل سیاسی تحلیل په ټوله ما نا بر یالی وخوت.»

په فیسبوک کې خورا فعاله ديني عالم مولوي عبدالرقیب رقیب لیکي: «فیضان په خپل تګ سره په هیواد کي هغه خاښ پیوند کړل چي یرغلګرو او د هغوي مزدورانو یې په ماتولو کي په ملیاردونو ډالر او زرهاوو عسکر تلف کړي ؤ، فیضان لاړل خو په غلیم یې خنجر د ابد لپاره خښ پاتي ده، هو یوه خبره یاد لرئ! چي ډیر ځوانان وي خو بیا نه وي، اما فیضان نه ؤ، اوس به د ابد لپاره وي.»

شهید عنایت الرحمن فیضان د دوشنبې په ماسپښین خپل لوړ هدف شهادت ته ورسید، تر دې وړاندې يې ځینې ملګري تر اختر وروسته خپل واده ته خبر کړي وو.

لیکوال: دادمحمد ناوک

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د