افغانستان

امریکا: مشورتي لویه جرګه د طالب بندیانو د سمدستي خلاصون پریکړه کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ زمري، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې تمه ده نن د پاتې څلور سوه طالب بندیانو په اړه د تصمیم نیولو په پلمه مشورتي لویه جرګه دایره شي؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې مشورتي لویه جرګه د پاتې طالب بندیانو د سمدستي خلاصون په تړاو پرېکړه کوي.

د امریکا له بهرنیو چارو وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي «موږ پوهېږو چې مشورتي لویه جرګه به د پاتې طالب بندیانو د سمدستي خلاصون په تړاو پرېکړه کوي، او په دې توګه به د بین الافغاني مذاکراتو په وړاندې شته یوازېنی خنډ له منځه یوسي.»

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې طالبانو د خپلو بندیانو تر خلاصون وروسته د بین الافغاني مذاکراتو د پیلولو او د افغانستان د معضلې  د سیاسي حل لپاره د کېدونکو  مذاکراتو په دوران کې د جګړې د شدت د راکمولو ژمنه کړې.

په خبرپاڼه کې پر غني، عبدالله او د مشورتي لویې جرګې په ټولو ګډونوالو غږ شوی چې له دې تاریخي فرصته ګټه واخلي او په دې توګه  سیمه ییز ثبات او امنیت تامین ته لاره پرانېزي.

مشورتي لویه جرګه چې نن په کابل کې دایرېږي، د هغو څلور سوه طالب بندیانو په اړه د مشورې په نامه رابلل کېږي، چې اشرف غني وایي دی يې د خلاصون  صلاحیت نه لري او غواړي د مشورتي لویې جرګې له ګډونوالو یې په اړه مشوره واخلي.

طالبانو او د افغانستان د ننه بېلابېلو ګوندونو او جهتونو یاده جرګه تحریم کړې او له ګډون یې انکار کړی.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې یاده جرګه د سولې د شته فرصتونو په وړاندې د خنډونو جوړولو په هدف رابلل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

ملاتړ به یی ولی نکوی د هغو په امر او فرمایش جوړه سویده .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx