افغانستان

د مصالحې عالي شورا تشکیلات بشپړ شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ زمري، ۱۳۹۹ل): د عبدالله عبدالله ویاند وایي، د پخلاینې عالي شورا تشکیلات بشپړ شوي او  ډېر ژر به په رسمي توګه اعلان کړل شي.

فریدون خوځون له ازادي رادیو سره د خبرو په مهال ویلي، چې د مصالحې شورا د غړو په ټاکنه کې د بېلابېلو اقشارو له ګډونوالو سره مشوره شوې او په دې توګه تشکیلات بشپړ شوي، چې د مشورتي لویې جرګې له پای ته رسېدلو وروسته به په رسمي ډول اعلان شي.

نوموړي زیاته کړې « د افغانستان د ټولنې له بېلابېلو له اقشارو سره له اوږدو سلا مشورو او بحثونو وروسته د ملي مصالحې عالي شورا د رهبري شورا او عمومي مجمعې لپاره د غړو لېست بشپړ شوی، له مشورتي لویې جرګې وروسته به ډېر ژر په رسمي توګه اعلان شي.»

په ورته وخت کې د مصالحې عالي شورا د جوړېدو د تخنیکي کمېټې غړی «عطاءالرحمن سلیم» وایي، چې د شورا په رهبرۍ کې به څلوېشت تنه ګډون ولري.

د سلیم له قوله « له اداري پلاوي وروسته د رهبري شورا ده چې د ۴۰ په شاوخوا کې مشران او جهادي رهبران به په‌کې وي، بیا عمومي مجمعه ده چې کېدای شي غړي یې له ۱۰۰ پورته شي، پنځه مرستیالان لري، هر مرستیال به د یوې کمېټې د رهبرۍ په راس کې وي.»

سلیم د مصالحې عالي شورا په شتون کې د سولې عالي شورا د موجودیت په اړه ویلي، چې په اوسني وخت کې د سولې د عالي شورا کارونه په بشپړ ډول ځنډول شوي؛ خو د یادې شورا له منځه تلل د اشرف غني په فرمان پورې اړه لري.

مصالحې عالي شورا چې د اشرف غني او عبدالله تر منځ د واک د وېش په توافق کې يې ریاست عبدالله ته سپارل شوی، د  کابل حکومت له لوري د سولې اړوند چارې ورله غاړې دي.

تر دې وړاندې د سولې لپاره د سولې عالي شورا کار کاوه، خو وروسته یې په ځای د سولې په چارو کې د دولت وزارت جوړ شو او اوس بیا د مصالحې عالي شورا تشکیل شوې او په توافق کې له عبدالله سره ژمنه شوې چې د سولې اړوند ټولې چارې به دده په مشرۍ مخته ځي.

لا هم څرګنده نه ده چې د مصالحې عالي شورا په جوړېدو به د سولې عالي شورا او د سولې په چارو کې د دولت وزارت وروستی برخلیک څه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx