افغانستانسولې اړوند خبرونه

جمعیت ګوند: مشورتي لویه جرګه د وخت له ضایع کېدو پرته بل څه نه دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ زمري، ۱۳۹۹ل):  داسې مهال چې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د طالبانو له پنځه زره کسیز لست څخه د پاتې څلور سوه طالب بندیانو په اړه د تصمیم نیولو په پلمه مشورتي لویه جرګه رابللې؛ د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند وایي، یاده جرګه نمایشي ده او د خلګو استازیتوب نشي کولای.

دغه جرګه چې نن ورځ «جمعه» په کابل کې د عبدالله عبدالله په ریاست دایرېږي، درې ورځې به دوام لري او ۳۳۰ میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې راځي.

د جمعیت له مطبوعاتي دفتر څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي « د مشورتي جرګې په نامه د یو نمایش د ناڅاپي غوښتنه، چې په هیواد کې د نافذو قوانینو له مخې هیڅ قانوني اعتبار نلري او د مشروعو بنسټونو لکه ملي شورا، سیاسي ګوندونو او مدني بنسټونو په شتون کې د خلکو نمایندګي نشی کولای، د وخت د ضایع کیدو پرته بل څه ندي.»

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې  د یادې جرګې اجنډا او پایله لا له مخکې ټاکل شوې او خلګ ورته د شخصي اړیکو په اساس دعوت شوي چې « د ملي بودیجې څخه د زیاتو پیسو د مصرف، د ملي بودیجې د غلط استعمال او د وسیلې په توګه د خلکو د نوم د کارولو څخه پرته بله ګټه نلري.»

یاد ګوند په ټولو جهتونو باندې غږ کړی، چې «یوې ډلې» ته اجازه ورنکړي، چې سوله د یوې «مؤقتي پروژې» په حیث وکاروي او له ملي بودیجې څخه د «سیاسي ګټو» لپاره استفاده وکړي.

یاده دې وې چې تر جمعیت ګوند وړاندې هم طالبانو او د هیواد دننه بېلابېلو جهتونو یاده جرګه تحریم کړې وه او د سولې د شته فرصتونو په وړاندې د خنډونو د ایجادولو هڅه یې بللې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx