افغانستان

حزب اسلامي هم د اشرف غني لویې جرګې سره پرېکون کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ زمري، ۱۳۹۹ل): د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند هم د اشرف غني لخوا د رابلل شوې سولې مشورتي لویې جرګې سره خپل پرېکون اعلان کړی دی.

دا څرګندونې د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار له «روزنامه صبح کابل» سره په مرکه کې کړي او زیاتوي، په هر هغه پروګرام کې به ګډون ونه کړي، چې د اشرف غني حکومت یې مشري کوي.

نوموړي د غني حکومت له حزب اسلامي سره د لاسلیک کړي تړون په نه عملي کولو، درواغو ویلو او ژمنې ماتولو تورن کړ.

حبیب الرحمن حکمتیار دغه راز ویلي، چې ددوی ګوند تردې وړاندې هم له ټولو خواوو څخه د سولې پر وړاندې د خڼدونو لرې کولو او ژر تر ژره د بین الافغاني د پیلولو غوښتنه کړې وه، نوموړی هیله څرګنده کړه، چې پاتې طالب بندیانو زر تر زره آزاد شي او د بې ګناه خلکو د وینو روان بهیر ودرول شي.

د حزب اسلامي ګوند په داسې مهال د اشرف غني له مشورتي لویې جرګې سره د مخالفت اعلان کوي، چې تردې وړاندې د جمعیت اسلامي په ګډون یو شمېر نورو سیاسي ګوندونو، د ولسي جرګې رئیس او ګڼو نورو حکومتي چارواکو هم له دغې جرګې مخالفت اعلان کړی او د افغانستان په څیر یو فقیر هېواد کې یې په داسې نمایشي خوځښت د ۳۳۰ میلونه افغانیو بې ځایه لګښت د ولس په حق کې ملي خیانت او تیری بللی دی.

په ورته مهال طالبانو هم د سرتاسري سولې او سیاسي توافق نه وړاندې د دارنګه جرګو رابلل غیر قانوني او ګډونوال یې د ملت له استاځولۍ څخه بې برخې افراد ګڼلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا په مشرۍ ګڼو اروپايي هېوادونو ددې جرګې له رابللو هرکلی کړی او خپل ملاتړ یې ورڅخه اعلان کړی دی.

ددې ټولو سربیره د کابل حکومت مشر اشرف غني نن د جمعې په ورځ(۱۷ زمري) د کابل ښار د لویې جرګې په تالار کې د ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون په پلمه د سولې مشورتي لویې جرګې پرانیستې ده او ټاکل شوې چې ددې جرګې ګډونوال به نن او سبا د ورکړل شوې اجنډا له مخې داخلي بحثونه جاري وساتي او پایله به یې د یوې اعلامیې په خپرولو سره رسنیزه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حامد

حزب کوم ویاند نلدی چه حبیب الرحمن د حزب موقف اعلانوی

پیر محمد

حبیب الرحمان حکمتیار دی چیرته په خارجی مملکتونو کی په نیکر کی ګرځی او په ډیسکو ګانو کی دی چکر وهی، وای خوله دی د سوی ده شخوند داوښ وهی، حبیب الرحمان وګوره او دافغانستان په سرنوشت خبری کول وګوره.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x