د سولې څارنظــر

نن د جرګې نه؛ د یوې بلې لویې معاملې ورځ ده

محمد تمیم رحیمزی

پوهېږم دا هېواد د جرګو هېواد دی. لویې ملي پرېکړې باید د جرګو له لارې ترسره شي. جرګه زموږ د پلرونو او نیکونو یو دروند دود دی. هر افغان د دې ارزښت درناوی کوي؛ خو پداسې شرایطو کې چې ډېری افغانان د بابا له حکومتي چارو او پرېکړو خوښ ندي، دا پر ځای مساله نده چې د ولس پر ټپونو دې مالګې وشیندل شي او د جرګې سپېڅلی ارزښت دې هم په لوی لاس سپک کړل شي.

ملت د حکومت جوړونې په برخه کې خپله پوره وفاداري وښوده. خپله غاړه یې خلاصه کړه. له خپلې رایې یې ګټه واخیسته. خپل ملي زعیم یې وټاکو، خو بېرته یې په مقابل کې د مثبت عکس‌العمل تمه لري؛ نه دا چې هیلې او ارمانونه یې په سیند لاهو شي.

د جرګې په پرانیستلو کې که د حکومت منطق ته ځیر شو، ډېر خپل‌سری کار یې کړی؛ ځکه هم یې ولس پر وړاندې منفي غبرګون وښوده، هم د ولس استازو، هم په حکومت کې دننه د سیاسیونو لویې کتلې او هم د جرګې د کمېټو مشرانو.

اوس که چېرې حکومت ځان‌ته په منطقي او اصولي ډول د خلاصون لار مومي، هېڅ ندي ور پاتې؛ هغه ځکه چې حکومت ته دا مساله هم پخوا زېړه کرښه وه چې ویل به یې “طالب بندیان نه خوشي کوو.” نو ولې له خپلې زېړې کرښې تېر شو؟ ولې یې خپله فکري او تصمیمي خپلواکي ونشوی ساتلی؟ ولې یې ویل چې معامله نه کوو؟ او د دې په څېر لسګونه نورې پوښتنې چې د ولس په ذهنونو کې ګرځي….

هو؛ موږ په ځلونو واورېدل چې بابا به ویل معامله نه کوو، زور ته نه تسلیمېږو، جبر پر ځان نه‌منو، د فساد مخه نیسو، زورواکۍ ته د پای ټکی اېږدو، د ولس او ارګ تر منځ شته واټن له منځه وړو، پر خپلو خبرو ولاړ یو، د ډېرو ژمنو پر ځای عمل کوو، د خلکو سترګو ته خاورې نه شیندو؛ خو دا هر څه د خبرو تر بریده پاتې شول او د عمل ټکی مو هم په سترګو ونه لیده.

بله؛ کله چې دې طالب بندیان خوشي کول، هماغه یې وخت و، چې لومړی دې د سولې مشورتي لویه جرګه راغوښتې وی، بیا دې د خلکو له پرېکړو سره سم خپله پرېکړه کړې وی. دا چې تا ۴۶۰۰ طالب بندیان خوشي کړل او اوس د ۴۰۰ بندیانو د خلاصون لپاره لویه جرګه راغواړې، دا هېڅ ډول روغ منطق نه لري.

که دا دلیل وړاندې کوې، چې د پاتې طالب بندیانو خوشي کول حق‌العبد دی او د یوه ولسمشر له صلاحیتونو وتلې خبره ده؛ نو دا هم څرګنده خبره ده چې د حق‌العبد په موضوع کې بیا دیني نصوص، حقوقي قواعد او د هېواد نافذه قوانین څرګند تعریف شوي او په ځواب کې یې ویل شوي چې “د حق‌العبد د بښلو صلاحیت یوازې زیانمن شوی او ورثه یې لري.”

حقوق پوهان هم په همدې نظر دي، کله چې ولسي جرګه شتون ولري، ستره محکمه وي، لویه څارنوالي ولرې؛ نو بیا د دې موضوع لپاره د سولې مشورتي لویې جرګې جوړولو ته څه اړتیا ده؟ دا چارې ولس زړه توری کوي او پر حکومتي چارواکو یې د باور کچه لا ټیټوي. وطن حساس شرایط طی کوي، مسوولیتونه باید په پوره غور ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx