افغانستان

بلقیس روشن په توهین آمیزه توګه د مشورتي لویې جرګې له تالاره وویستل شوه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ زمري، ۱۳۹۹ل): د اشرف غني لخوا رابلل شوې د سولې مشورتي لویه جرګه نن په داسې مهال ددې جرګې د پخواني مشر استاد عبد رب الرسول سیاف لخوا پیل شوه، چې د جرګې د ګډونوالو ترمنځ د بې باورۍ او ترپګنۍ کرکجنې فضاء د رسنیو پام ته را اړولی ؤ.

د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د کمیسیون مشر معصوم ستانکزي د معلوماتو له مخې په دغه جرګه کې د ۷۰۰ ښځو په ګډون ۳۲۰۰ تنو برخه اخیستې ده.

د کابل حکومت د مشر اشرف غني د وینا پرمهال د فراه ولایت استازې بلقیس روشن د اعتراض په دود خپل غږ پورته کړ، چې د غني د ساتونکو لخوا په خورا توهین آمیزه توګه د جرګې له تالاره وویستل شوه.

لویه جرګه چې د افغاني دود او عنعناتو لرغونی دروند او  تاریخي قدامت لري، د شنونکو په باور د جرګې له تالاره په توهین آمیزه توګه د ګډونوالو ایستل او سپکول افغاني دود او تاریخ ته سپکاوی دی.

دوی ټینګار کوي چې ډاکټر غني باید د خپلو ساتونکو د سپکوونکي چلند له امله له خلکو او ولس نه بښنه وغواړي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
afghandust

زه بلکل د غنی دکړنو خلاف یم مګر ددی…… په مقابل کی يی ددغه کار ستاینه کوم هڅ دبخښنی غوښتلو ضرورت نشته.

غ.حضرت

سړئ څه ووائی. استعمار ګرانو او توطئه ګرانو د دوو پېړیو په اوږدو کی زموږ په هره هستی لوبی کړی او موږ ئې یو د بل په وړاندی چارج کړی او پړسوَلی او بَبَر کړی او ټکولی یو. زه د جرګې مرګې د حقانیت یا نه حقانیت په هکله د ویلو څه نه لرم خو د بلقیس او بلقیس غوندی کسانو د موجودیت په باب غواړم ووایم چی استعمار د بلقیس او شکریه بارګزۍ او ملالۍ جویا او نورو په ظاهر وطن پالو څېرو مغزونه د غولو ور ډک کړی او د کاذب جرئت په تنفس ئې هغوی د ټولو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x