شعـــــرونه

سلام پر جانان وايي جمادات او نباتات/ مهاجر

محمد مهاجر

هم وني او هم غرونه  کړي صفت د محمد
هم کاڼي دريابونه کړي صفت د محمد

له رویه یې پيداکړل خدای داټوله کائنات
دا ځمکي اسمانونه کړي صفت د محمد

سلام پر جانان وايي جمادات او نباتات
خوشبو او هم عطرونه کړي صفت د محمد

عربو او عجمو ټولو زړونه پري بايللي
هم ټوله أُمتونه کړي صفت د محمد

قرآن کې په یسین اوپه طه دی رب ستایلی
ګلان اوګلابونه کړي صفت د محمد

ورب ته څومره ګران دی رب محبوب ورته ويلی
سپيڅلي آياتونه کړي صفت د محمد

قربان له محمد  شــم،  زه محمد مهاجِر
زَما واړه بیتونه  کړي صفت د محمد

صلی الله عليه وسلم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

ښکلی شعر دی.
زما وهابیانو او سلفیانو ته پدې خاطر خوټی کلکی دی چی هغوی د توحید د تثبیت پنوم هڅه کوی د مسلمان زړه د نبی علیه السلام د مینی څخه خالی کاندی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x