واحد فقیري - مطبوعاتو ته کتنه

مشورتي لویه جرګه او بهرني مطبوعات

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ زمري، ۱۳۹۹ل): واشنګټن یګزامینر د اګسټ پر ۷ مه لیکي امریکا د افغانانو مشورتي لويي جرګې ته ځېر ځېر ګوري، او واشنګټن هیلمن دی چي افغانان به د سولي په لور حرکت وکړي.

واشنګټن یګزامینر لیکي جمهورریس ټرمپ ژمنه کړېده چي په افغانستان کي به د امریکايي عسکرو شمېر قریب څلورو زرو ته راکښته کړي. 

په همدې لړ کي، د جرګې په باب د مایک پامپیو اعلامیه د بندیانو «د چټک آزادېدو» کلمات کاروي. پامپیو دغه راز خبرداری ورکوي چي د امریکا د آینده مرستو «مقدار او اندازه به د دواړو خواوو پر فیصلو او سلوک» پوري مربوط وي. 

اخبار لیکي که څه هم طالبانو لویه جرګه رد کړېده، خو هغوی وايي چي د بندیانو د آزادېدو سره به بین الافغاني خبرو ته ننوزي.

بل پلو، اسوشیتډ پریس لیکي په کابل کي د جمعې په ورځ په زرهاوو خلګو په مشورتي لويي جرګې کي پدې منظور ګډون کړي وو چي ایا باقي پاته ۴۰۰ طالب بندیان خوشي کړي او کنه. د دې بندیانو برخلیک د بین الافغاني خبرو د پیلېدو په مخکي وروستی خنډ دی.

اسوشیټډ پریس د اګسټ پر ۷ مه لیکي مذاکرات حساس پړاو ته رسېدلي دي. ځکه دا خبري به دا معلومه کړي چي یو سوله ایز افغانستان څرنګه بڼه لري، په اساسي قانون کي به څه بدلونونه راسي، د ښځو او اقلیتونو حقوقو به څرنګه وساتل سي، او دغه راز د زرهاوو وسلوالو برخلیک به څه وي. 

اسوشیټډ پریس لیکي طالبان دا جرګه ردوي، او وايي هیڅ قانوني حیثیت نلري.

بلخوا، د امریکا د خارجه وزیر مایک پامپیو اعلامیه وايي«موږ پوهېږو چي د بندیانو آزادول محبوب اقدام ندی.» خو دا ګران اقدام به تشدد راکم کړي، بین الافغاني خبري به شروع سي، او «نتیجه به یې د سولي موافقه او د جنګ ختمېدل سي.» 

اسوشیټډ پریس لیکي مشورتي جرګه به غریب افغانستان ته په څلورو نیمو میلونو ډالرو تمامه سي. دا جرګه پداسي وخت کي دایرېږي چي د روغتیا د وزارت په حواله د کابل سم نیم نفوس په کورونا اخته دی، او په ګرده هیواد کي لس میلونه افغانان کورونا نیولي دي.

اسوشیټډ پریس لیکي واشنګټن غوښتل چي بین الافغاني خبري سمدستي شروع سي، خو د کابل حکومت د چټک پیلېدو مانع وو. 

بل پلو، رویټرز لیکي په لویي جرګې کي قریب ۳۲۰۰ کسانو برخه اخیستې ده. جمهورریس اشرف غني وویل چي طالبانو ویلي دي کله چي ۴۰۰ بندیان آزاد سي، هغوی به بین الافغاني خبري په دریو ورځو کي دننه شروع کړي، او اوربند به مراعات کړي. 

رویټرز لیکي د جرګې د شپږو کمېټو مشرانو ورته ویلي دي چي مقدماتي خبري دا ښيي چي د جرګې اکثریت به د بندیانو د آزادېدو ملاتړ وکړي. 

امریکايي مبصر مایکل کوګلمېن وايي،«امریکا غواړي چي د سولي مذاکرات ژر تر ژره پیل سي،‌ ځکه نه غواړي چي پداسي حالت کي ووځي چي هیڅ معامله يې نه وي تر لاسه کړې، او په عین زمان کي جنګ هم روان وي.» 

هغه زیاتوي«البته د غني لپاره د لويي جرګې ښه والی دا دی چي هغه به د نهايي فیصلې په اړه کاملا ملامت نه ګڼل کېږي، ځکه دا فیصله به یوې اجماع کړې وي.» 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx