افغانستان

اربکیانو په غور کې ۲۵ ملکیان له ۴ موټرو سره یوځای تښتولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ زمري، ۱۳۹۹ل): د غور ولایت مرکز فیروز کوه کې سیمه ییزو پولیسو(اربکیانو) ۲۵ تنه ولسي خلک له ۴ عرادې موټرو سره یوځای تښتولي دي.

د سیمې خلک او طالبان وايي، چې وړمه ورځ د فیروز کوه اړوند «دګزک» سیمې اربکیانو ۲۵ تنه ولسي خلک چې زیاتره یې بزګران او عام خلک وو، له ۳ مازدا ډوله او یو فلاینګ کوچ موټرو سره یوځای د میدانک سیمې ته تښتولي دي.

د غور ولایتي ادارې تراوسه ددې پېښې په تړاو سپیناوی نه دی کړی، چې اربکیانو ولې او په وجه دغه ملکي خلک تښتولي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې په غور ولایت کې اربکیان عام خلک تښتوي او مالونه یې لوټي، بلکې تردې وړاندې د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې ددې ولایت د پخواني والي فضل احمد ورور او د اربکیانو قومندان فضل احد هم لسګونه ولسي وګړي یرغمل او فصلونو ته یې اور اچولی ؤ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پیر محمد

تاسی فقط یو بل پسی تبلیغات کوۍ، طالب او اربکی دیو ه خره غوږونه دی له دواړو څخه ملت ستړی ده ، لوی رب دی دی وطن ته دایمی سوله راوله تر څو کار اهل کار ته وسپارل شی، کنه خدای دی دواړه هلاک کړی چی ولس ددوی له شر څخه خلاص شی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx