نړۍ

د ډرون په تازه بریدونو کي عام اولسي خلګ شهیدان شوي دي

drone-attack-pakistanد کوزي کرمې اېجنسۍ بګن نه د پو ليټيکل انتطاميې يو چارواکي د نوم د نۀ ښودلو پۀ شرط اووائيل چې د دوشنبې د ورځې پۀ غرمه د لس نيمو بجو پۀ خوا شا کښې بې پائيلوټه امريکائي الوتکو پۀ کوزه کرمه شهيدانو ډنډه کښې د وسله والو طالبانو يو مرکز او يو موټر پۀ نخښه کړي دي چې پۀ دواړو بريدونو کښې پۀ مجموعي توګه  لږ تر لږه اووۀ وسله وال طالبان  وژل شوي دي ـ نوموړي زياته کړه چې بې پائيلوټه امريکائي الوتکو وړومبې بريد د وسله والو پۀ يو مرکز ترسره کړو او يو ميزائيل ئې ور باندې وداغلو چې لا امله ئې پۀ مرکز کښې موجود لږ ترلږه  پينځۀ وسله وال طالبان وژل شوي دي ـ او دويم ميزائيلي بريد ئې پۀ يو موټر تر سره کړے دے چې لږ ترلر لږه دوه وسله وال طالبان پکښې وژل شوي دي

خو د کوزې کرمې اېجنسۍ نۀ يو بل  مهم تن چې نوم ښودل ئې نۀ غوښتل اووائيل چې  بې پائيلوټه امريکائي الوتکو پۀ شهيدانو ډنډه کښې واړه درې بريدونه ترسره کړي دي ـ چې يو ئې پۀ کور يوئې پۀ بينجو موټر او دريم بريد ئې پۀ يو جونګړ ترسره کړے دے چرته چې د سيمې خلق د لارې د حفاظت د پاره کښېناستل او دلته ډرئيورانو د لارې د خفاظت پۀ بدل کښې د هر ګاډي پۀ سر باندي د ديرشو نه تر پينځوسو پورې کلدارې ورځ ورکوله نوموړے زياتوي چې پۀ دې درې واړو بريدونوکښې پينځۀ تنه وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي  چې وژل شوي او ژوبل شوي واړه عام خلق دي

بلې خواته  دولتي سرچينې وائي چې وژل شوي او ژوبل شوي واړه وسله وال طالبان دي

خو تر دې دمه ازادو سرچينو د وژل شوو او ژوبل شوو  وسله والو د شمېرې او پېژندګلو پخلے پۀ مکمله توګه نۀ دے کړے

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x