افغانستان

عبدالله عبدالله: د مشورتي لویې جرګې په تالار کې د ډبول شوې مېرمنې قضیه  څېړو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ زمري، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» وایي، د مشورتي لویې جرګې په تالار کې د جرګې له یوې ګډونوالې سره ناوړه چلند خواشینی کړی او په دې تړاو یې د څېړنو امر ورکړی.

نن  د  مشورتي لویې جرګې په تالار کې د یادې جرګې یوې ګډونوالې «بلقیس روشن» د اشرف غني د وینا په مهال پر نوموړي اعتراض وکړ، او د څلور سوه طالب بندیانو  خلاصون يې «ملي جنایت» وباله؛ خو خبرو ته پرېنښودل شوه او د جرګې د یوې بلې ګډونوالې له لوري په تالار کې تر ډبولو وروسته امنیتي کسانو له تالار وشړله.

د مشورتي لویې جرګې رییس «عبدالله عبدالله» له «بلقیس روشن» سره شوی چلند «غیر مناسب» بللی او د هغې د قضيې د څېړلو امر یې ورکړی.

د عبدالله له قوله،  د مشورتي لویې جرګې د رابللو مسؤلینو ته یې امر کړی، چې یاده قضیه وڅېړي او د جرګې په دوران کې د ورته پېښو د تکرار مخه ونیسي.

مشورتي لویه جرګه چې له پنځه زره کسیز لست د پاتې څلور سوه طالب بندیانو د خلاصون او نه خلاصون په اړه د تصمیم نیولو په پلمه رابلل شوې، نن په لومړۍ ورځ یې دوه ګډونوال په وهلو ټکولو له تالاره ویستل شوي.

د بلقیس روشن تر څنګ د «غورځنګ سیال» په نوم د جرګې یو بل ګډونوال هم هغه وخت د امنیتي کسانو له لوري ووهل شو او له تالاره وشړل شو، چې کله یې د ډيورنډ پر فرضي کرښه د تېرېدونکي اغزن تار په اړه له اشرف غني پوښتنه وکړه.

د نوموړي نږدې ملګري وایي، غورځنګ لا هم د ملي امنیت په توقیف کې دی او ګروېږنې ترې کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx