واحد فقیري - مطبوعاتو ته کتنه

۷۵ ٪ فیصده امریکایان له افغانستانه د خپلو عسکرو راوتل غواړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ زمري، ۱۳۹۹ل): د امریکایانو د عامه افکارو نوې سروې ښيي چي تقریبا ۷۵ ٪ فیصده امریکایان له افغانستان او عراقه د خپلو عسکرو د راوتلو مطالبه کوي. دا تازه سروې د چارلیس کوک انستیوت کړېده. دا انستیوت د امریکا د محافظه کارو جمهوريپالو د نظریاتو ویندوی دی. 

پدې سروې کي له دوو زرو امریکایانو څخه د افغانستان د جنګ په ارتباط سوالونه سويدي. سروې وايي چي ۴۶ ٪ فیصده امریکایان په کلکه له افغانستانه د امریکايي عسکرو راوتل غواړي، او ۳۰ ٪ فیصده يې تر دېره حده لږ و ډېر ملاتړ کوي. 

د امریکایانو د عامه افکارو دا سروې وایي که څه هم د امریکا جامعه په سیاسي لحاظ شدیدا قطبي سوې ده، خو له افغانستانه د امریکايي عسکرو د راایستلو په باب د پام وړ اتحاد او همنظري په کښې موجوده ده. اکثریت امریکایان په مینځني خیتځ کي له بې انجامه او بې پایانه جنګونو څخه ستړي سويدي.

د سروې بله پوښتنه دا ده چي امریکا باید په جهان کي لږ یا ډېر نظامي داخلت ولري. د دې سوال په جواب کي ۴۸ ٪ فیصدو امریکایانو ویلي چي نظامي مداخلې باید راکمي سي، په عین حال کي ۳۲ ٪ فیصدو ویلي دي چي نظامي مداخلې باید د اوس په شان باقي پاته سي، او فقط ۷ ٪ فیصدو ویلي دي چي نظامي مداخلې باید زیاتي سي. 

پنځوس فیصده دیموکراتان وايي چي نظامي مداخلې باید راکمي سي، او ۴۰ فیصده جمهوريپال د کمو مداخلو پلوي کوي. 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx