افغانستانسولې اړوند خبرونه

پمپیو او قریشي د افغان سولې په برخه کې د امریکا او پاکستان په ګډې همکارۍ غږېدلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ زمري، ۱۳۹۹ل):  د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» له خپل پاکستاني سیال «شاه محمود قریشي» سره تلیفوني خبرې کړې او په مهال یې د نورو مسایلو تر څنګ د افغان سولې په برخه کې د امریکا او پاکستان د ګډې همکارۍ په اړه ورسره غږېدلی.

د امریکا له بهرنیو چارو وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې تلیفوني خبرو کې پمپيو او قریشي د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغان سولې په برخه کې د پاکستان او امریکا د ګډې همکارۍ په اړه وغږېدل او د سیمه ییز ثبات لپاره د کېدونکو هڅو د ملاتړ د اهمیت په اړه یې خبرې وکړې.

د افغان سولې په تړاو د پمپیو او قریشي خبرې داسې مهال دي، چې په کابل کې د طالبانو له پنځه زره کسیز لست څخه د پاتې څلور سوه زندانیانو په اړه د تصمیم نیولو په پلمه مشورتي لویه جرګه رابلل شوې.

که څه هم جرګه ښايي دوې نورې ورځې هم دوام وکړي؛ خو داسې فکر کېږي، چې د جرګې پایلې لا له وړاندې ټاکل شوې.

نن ورځ سهار مهال د جرګې تر پیلېدو وړاندې د امریکا له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وو چې «امریکا پوهېږي، چې د مشورتي لویې جرګې غړي به د پاتې طالب بندیانو د سمدستي خلاصون پرېکړه کوي.»

پنځه زره طالب بندیان چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې توافقنامې په بنسټ یې کابل حکومت په خلاصولو مکلف دی، خلاصون یې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د طالبانو شرط وو.

طالبانو  په بیا، بیا د مشورتي لویې جرګې رابلل د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډولو او د سولې د شته فرصتونو په وړاندې د خنډونو جوړولو د هڅې په توګه یادول او ټینګار یې کاوه، چې که له لست سره سم ددوی پنځه زره بندیان خلاص شي، تیار دي د یوې اوونۍ دننه له ټولو افغان جهتونو سره خبرو ته کېني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx