نړۍ

هندوستان: د الوتکې غورځېدو له امله ۱۶ کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ زمري، ۱۳۹۹ل): د هندوستان په کیراله ایالت کې د دبۍ څخه یوه راتلونکې الوتکه په هوايي ډګر کې د یوې پيښې له امله پر منځ دوه ځایه شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان شوي دي.
د پيښې د نوعیت په اړه ویل کیږي چې په سخت باراني موسم کې الوتکه ځمکې ته تر کښته کېدو وروسته د خپلې ځغاست لیکې څخه اوښتې او د یاد برخلیک سره مخ شوې.

د ایرانډیا ایکسپریس په دغه الوتکه کې د پيښې پر مهال ټول ټال ۱۹۰ مسافر سپاره وه، چې په هغو کې ۱۰ تنه د غیږي ماشومان هم وه.

د سیمه ییز پولیس یوه مشر عبدالکریم فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې تر اوسه دوی د ۱۴ تنو وژنه تاییدوي، ۱۵ سخت ټپيان دي او پلټنې رواني دي.

یوه بل پولیس چارواکي ویلي: تر اوسه دوی سره ۸۹ کسان په ټپي حالت کې دي، یو شمیر یې سخت ټپونه لیدلي او مختلفو روغتونونو ته لیږل شوي دي.

بلخوا د کیراله پولیس مشر د ۱۵ وژل شویو کسانو خبر ورکړی او د څلورو نورو حالت یې نامعلوم ښودلی دی.

ځیني راپورونه د مړو شمیر ۲۰ تنه وایی، خو پيښه نوې ده، کیدای سي د مرګونو شمیر تر دې هم زیات شي.

د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي پر پيښه خواشیني ښودلې.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم پر پيښه ژور خفګان څرګند کړی دی.

Kerala map

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x