ورزش

د ۲۰۲۱م شل اوريزو نړيوال جام له استراليا څخه هندوستان ته انتقال شو

نن ټکی اسيا (شنبه، ۱۳۹۹ل): د کرکټ نړيوالې شورا ICC د ۲۰۲۱م شل اوريزو نړيوال جام لپاره د نوې کوربه هېواد اعلان وکړ.

د کرکټ نړيوالې شورا په ناسته کې چې د اګست په اومه نېټه د جمعې په ورځ ترسره شوه اعلان وشو چې د ۲۰۲۱م شل اوريزو نړيوال جام چې راتلونکې کال په اکتوبر او نومبر مياشتو کې په استراليا کې ترسره کېدونکی و په هندوستان کې ترسره شي.

د يادې پريکړې له مخې به د ۲۰۲۲م شل اوريزو نړيوال جام چې لومړی يې په هند کې د کوربه توب پريکړه شوې وه په استراليا کې ترسره شي.

د يادو نړيوالو جامونو مهالويش لکه څرنګه چې مخکې ټاکل شوی و په هماغه حال وي. په ۲۰۲۱م نړيوال جام کې به هماغه لوبډلې ګډون کوي چې غوره شوي دي.

د غوراوي سيالۍ به د ۲۰۲۲م نړيوال جام لپاره ترسره راتلونکې کال ترسره شي.

بايد ووول شي چې د کرکټ نړيوالې شورا د کرونا ويروس ناسم وضعيت له کبله په استراليا کې د روان کال شل اوريزو نړيوال جام راتلونکې کال ته وځنډاوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx