نظــر

حکومت؛ غلو پسې ګرځي غله په حکومت کې دي!

استاد محمد زمان مزمل

امیر امان الله خان هم پخپل وخت کې تر خپلې سویي پورته له تشریفاتو او د کاغذ پر مخ د برنامو لویه لړۍ پیل کړې وه ولې ملت په داخل کې د هغه په اخرو کلو کې په ډیر ټیټ امنیت کې ژوند کاوه.

که رښتیا یې ووایم له قیشلو او فرقو یې عسکرو ټوپک غلا کول د امیر امان الله خان حکومت د حکومت دننه غلو بې ثباته کړ او فاجعې پکې ایجاد شوې.

نن چې زه د روندا کابل شپږ میلوني بستر ته د کمپنۍ تر سلیم کاروان پورې ګورم او کوڅه په کوڅه د موبایل د یوه عادي معاش د یوې رېړې د مزدور له جیبه د غلا کونکو پراخې سلسلې ته ګورم چې په هر کور کې او په هر سماوار کې یې د چا کشر ورور او د چا د مشرې خاله زوی پکې ښکیل دی او خلک له ماښام مخکې ځان رسوي او ددې نه پورته چې د مشاجرو او جنجالونو د شخصي قتلونو سلسلې راواخلې او بیا پکې یوه نیمه د جلال اباد د محبس ګونګه ماجرا ته له نږدې نظر واچوې وبه ګورې چې د کابل حکومت پدغو لویو امنیتي او پولیسي شبکو کې د مفسدینو او غلو پسې سرګردانه دی پداسې حال کې چې دا ټول او هر څه آن د جلال اباد محبس ماجرا چې یو امنیتي متخصص یې تشریح او تحلیل کړي دا ټول خپله د امنیتي ادارو لخوا او د حکومت له داخل نه تنظیمیږي.

د امنیتي ادارو روان وسیع پوښښ چې په افغانستان کې تېرو حکومتونو له ظاهر خان نه تر نجیب او استاد رباني پورې درلودل ددې ټولو په نسبت پراخ او ځواکمن دی ولې کابلیان او افغانان پکې په روندا کې ژوند کوي.

موږ شرم نه لرو، موږ له فاجعو سره اشنا شو، موږ سونامیو کاڼه او بګیل کړو کنه د افغانستان په داخل کې څومره چې د طالب او حکومت جګړو پکې له افغانستان نه د ناورین فارم جوړ کړی درې برابره غلو او رشوتخوارو مامورینو ددې عزیز ملت ورځ په شپه بدله کړېده.

یوازې په پغمان او کمپنۍ کې چې هر ماښام پېښیږی هغه په نورو هېوادو کې په یو مکمل ولایت کې په میاشت کې نه پېښیږي ،لوړ پوري چارواکي د سیمنټي تختو د اوو کمربندو دننه ژوند لري هغوی د بیرون پاتې ملت څه اندېښنه لري

غم ده د لالي په سر مسته دې تازه ګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

اصلی علی بابا د ۴۰ غلو مشری کوله خو دا غلام ډیسی بابا تر هغه هم ډیر غله پر ځان راټول کړیدی .
دا شوده بی دینه سیکولران په ناحقه خپل مشر بابا نه بولی ، دا غلام ډیسی بابا تر اصلی علی بابا ډیر سخت مجرم دی ، هغه خو به یوازی غلا کوله خو دا د شیطان ملګری بابا پر غلا سربیره د دین ، دهیواد او د ولس سره خیانت هم کوی او تر اصلی علی بابا ډیر بیشرمه بیحیا او بیهمته دی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x