شخصیتونهنظــر

اقبال؛ او د یاغي سېکولر موج ته د سوچ ټکر!

استاد محمد زمان مزمل

علامه اقبال ،مولانا محمود الحسن، حسن البنا او مودودي صاحب دا د شلمې پیړۍ د سر او د خطر د پړاو هغه حساس او ژوندي مشران دي چې که دغه عزیزان نه وای نن به اسلامي نړۍ د اندونیزیا په شان د یو قاب وریژو په خاطر نیمه میسحي شوې وه.

سید جمال الدین افغان او نږدې شاګردانو یې محمد عبده، شیخ رضا او عبدالقادر جزایری دا ټول د خپل استاد افغاني په محاسبه او اټکل پوهیدل چې د اسلامي نړۍ دا پاتې ترنګړ امپراتورۍ مغولي، عثماني او صفوي حکومتونه د غربي استعمار په وړاندې د ټینګې ندي.

څنګه چې فاجعه درنه وه لوی مبارز او مسلمان فیلسوف جمال الدین پکې لویه زاره چاوده منډه وکړه چې یو سر یې افغانستان وه او بل سر یې د مصر د ازهر له شیخانو سره د مناظرو او ناندریو هغه مباحثه چې له هر ځایه یې زیات مصري ملت ته یوه ژوندۍ جذبه ورکړه.

لکه څنګه چې سید جمال یې اټکل کاوه د امپراتورۍ یوه د بلې پسې سقوط شوې او د شلمې پیړۍ په سر کې د سایس بیکو لوزان معاهدو اروپایي امپراتوریو ته د عثماني قلمرو د تسخیر او تقسیم اسانه چانس ورکړ.

د عثماني دولت په سقوط اروپایانو وغوښتل چې تقسیم نړۍ آن د هغه نسبي پاتې ازادې ترکې ،ایران او افغانستان په شمول تر سېکولر پوښښ لاندې کړي په ډیرو ځایو کې لکه ترکیه او ځینې نور یو طرفه کامیاب شول په ځینو نورو ځایو کې لکه افغانستان یو طرفه ناکام شول.
پدغسې یو سرخوږي پړاو کې چې اسلامي نړۍ د غلامو سېکولر او نیمه سېکولر نظامونو په ولکه کې ولویده دغو څلورو لویو مخکښانو محمود الحسن، اقبال لاهوري، شهید حسن البناء او امام مودودي له دغه سېکولر یاغي موج سره په اینډه کې ولویدل ،د مبارزې او اینډې مفردات ډیری یې مخکینیو مذهبي مشرانو طرحه او تنظیم کړل او تر نننه پکې د همدغه سیاسي نصاب او د سیاسي الف و باء په بنا اخ و ډب روان دی ولې ستر شاعر علامه اقبال چې خپله د سېکولرې نړۍ د علمي مراکزو یو نامتو فارغ وه هغه په یوه حیرانونکي سلسله کې د ځوان نسل جذبات ،ملي غرور، د خپل تاریخ سره د پیوند سمبولیک رازونه او هغه  چې د یو لویدلي امت د پورته کېدو بار یې د ځوان نسل په سوچ او اندیښنو ودراوه هغه همدغه لوی اقبال وه.

د همدې ځایه او د اقبال د عظیم فلسفې او جذباتي شاعرۍ او روښانو تصویرونو په تأثر او پاس مې یو ځل د هجرت په دوران کې یو لړ پوري چارواکي پاکستاني ته وویل:
درې څیزونه په پاکستان کې د پاکستان له سویي پورته دي او پر پاکستان مې نه لوریږي:
هغه وویل څه شئ دي؟
ما وویل: علامه اقبال.
ویل دویم؟
ما ویل: شین بستر لرونکی اسلام اباد.
هغه ویل دریم؟
ما ویل خاندې به نه زموږ د افغانانو ام هم ډیر خوښیږي.

که رښتیا ووایم زموږ سپه سالار نادر خان د اماني دور د شکلي او ټیټو برنامو د تلافي په خاطر په یو بزرګوار سوچ کې پخپل وخت کې دا ابتکار وکړ چې د لوی هندوستان دوه نابغه شخصیتونه یې علامه اقبال او سلیمان ندوي د افغانستان د معارف د نصاب لپاره افغانستان ته دعوت کړل او هغوی همدغه ازاد افغانستان ته د محکوم هندوستان نه په ژوندۍ جذبه راغلل، دا چې د وخت په نصاب کې به د هغوی سوچ ته څومره ځای او قیمت ورکړل شوی یې دا د بحث وړ مسله نده ولې دا چې د وخت حکمران د راتلونکو نسلونو د ژغورلو په خاطر د نصاب هئیت د امت په سطحه جوړول غوښتي دا پکې یوه سپیڅلی پیلامه وه.

اقبال؛او د سېکولر په معرکه کې د چوپ مٌلا تأثر!

اقبال پخپل دور کې چې د جمود دور وه هغه د خپل وخت د چوپ مٌلا په تېره په هندوستان کې ځکه افغانستان چوپ مٌلا نه درلود بلکې کله کله د سېکولرانو سره د ملګري مٌلا نه پخپلو لیکنو او اشعارو کې بلا شکوې لري.

زه چې اوس پخپل هېواد کې او بیرون په علماو او دیني مٌلایانو کې نسبتا دا ژوندی تحول وینم په زړه کې مې ګرځي کاشکې علامه اقبال را ژوندی شوی وای او چې لیدلي وای چې د هغه د مهال د چوپ او بې طرفه مٌلا بچیان په افغانستان او ټوله نړۍ کې له اشغالګرو او استعمارګرو سره په لومړي خط کې واقع دي.

واقعا چې اقبال د عصري علومو د اول، دویم او دریم نسل د سقوط او ذوب نه په میړانه مخنیوی وکړ ښه مې یاد دي چې زموږ په هېواد کې د همدغه چوپ مٌلا په تأثر زموږ سېکولرانو د شرعیاتو پاکولتې ته هندو ګذر ویل او هغه مهال چې لا موږ ځوانان و کله چې به مو د اقبال دغه څو بیته له چا اوریدل:

مسلمان که داند رمز دين را
نسايد پيش غير اله جبين را
اگر گردون به کام او نگردد
به کام خود بگرداند زمين را

ددغو څو بیتو په دننه او تصویر کې هومره معجزه اغیز وه چې زموږ د ځوانۍ د مبارزې لویه سلنه چارج د اقبال د هغو کتابو له متن نه  اخیستل کېده چې تفاصیل یې په بالې جبریل، زبور عجم او د اقبال په فارسي او اردو کٌلیاتو کې پاتې نسلو ته پاتې دي.

وروستی څه چې زه یې ډیر متأثر کړم هغه همدا ده چې د افغانستان ځوان مٌلا او ځوان طالب پخپل وار دا فلسفه درک کړه د کومو لپاره چې اقبال کیدای شي بلا شپې زموږ او هر مسلمان لپاره د قلم په ارکاره کې ویښې تیرې کړې وي.
د علامه اقبال د اوچت سوچ لویه برخه د یوه کَور کونکي امت اندیښنو تشکیل کړې هغه چې هغه د مسیحي امریکایي اسقوب په ژبه چې ویلې:
شرم ده امریکا یوه قاره د لندن یوه جزیره اداره کوي.

اقبال په همدغسې یوه ورته تأثر کې د اسیا او لوی هندوستان په سینه د پرنګیانو اقتدار د هوا دغه اسقوب د پېغور په ترازو کې غورځاوه او په همدې خاطر چې د هندوستان لس برابره کوچنی افغانستان له انګریز سره د مبارزې په لاس او ګریوان کې وه او کله کله یې انګریز له خپلې خاورې نامراده ویسته.

اقبال د شعر په ژبه عزیز افغان ملت هومره نازولی چې د افغانستان لپاره یې هر یو تصویر د غلطو مارشالیو او غلطو القابو سل برابره وزن لري هغه په اردو کې افغانانو ته د درناوي لوی خراج منلی وایې:
فطرت کے مقاصد کی کرتا ہے نِگہبانی
یا بندۂ صحرائی یا مردِ کُہستانی

د همدې لنډو لنډو یادونو په لړ کې له افغانانو او اوسني روان نسل نه مې دا هیله ده چې په تقسیم جغرافیو کې د عظمت او برم ګوهر ونه لټوي دا چې ټولې اروپا عراق او افغانستان اشغال کړ پدې کې د هر باضمیره مسلمان لپاره هومره څه شته چې هغه پکې ددغې اروپا او امریکا په وړاندې د یو ایران، یو پاکستان، یو سعودي او یوازې افغانستان اینډه او منزل د بایلوونو منزل وګڼي.
اقبال او سید جمال الدین که موږ پاتې نسلو ته څه پیغام پریښی هغه د متحد مسلمان امت، متحد اسیا او یو لاس شرق پیغام دی.

پدې د تکتلونو په لویه اینډه کې لکه ناپلیون او هټلر چې اروپا اروپا نه کړه د ګوډاګي حکومتونو لرونکي اسیا خو پکې د یو اروپایي د سفیر د ځواب ندی.

تاسې همدا اوس د خلیلزاد او د افغاني طرفونو وزن او اغیز د وخت په ترازو کې وتَلئ پوه به شئ چې علامه اقبال او سید جمال الدین د ازادۍ لپاره هغه فلسفه درلوده چې ډیرو په هیرولو زموږ بالاحصار او ارګ پردو ته وسپاره.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx