نظــر

طلوع؛ او (کروت)په خوله افغانی سفیر!

استاد محمد زمان مزمل

د طلوع تلویزون چیړمن نطاق په ایران کې د افغاني سفیر ښاغلي لیوال سره یو لنډ تماس درلود په ایران متهم طلوع د خپل خبرنګار په سوال کې د لهجې او عکس العمل هومره درلودل چې د ایران پلوي طلوع پکې پخپلو افغاني سوزیدلو زخمیانو او سیند ته لویدلو مهاجرینو متأثر ښکاریدل پداسې حال کې چې په کابل کې مشهور ژورنالست لیکوال ښاغلي لیوال لهجه او قضاوتونه بلکې ورکړي ځوابونه دومره ساړه وو چې زه یې د طلوع د تلویزون نطاق ته خجالت کړم که څه هم زه په لین کې له دوی سره واقع نه وم ولې په ولاړو پښو مې دغه مرکه اوریدله او د بلا چیړ او تکرار سوالو باوجود سفیر څنګه چې د سوي او ولچک شوي زخمي په وړاندې له عکس العمل او جذباتو فالتو وو په مرکه کې تر هغه زیات سوړ او بې طرفه ښکاریده او داسې ښکارید لکه په خوله کې چې چا ورته کوم کوچانی کروت ایښی وي.

د بلا تکرار سوالو په وړاندې یې همدا ویلې چې تحقیق به وشي، تحقیق روان دی.

جناب سفیر صیب! ته د بحران د مرحلې یو سفیر یې ملت د افغاني ولچک زخمي په وړاندې ستا بې عکس العمل ملاقات هم ولید او نن دې خبرې هم، تا باید سوچ کړی وای چې ستا خبرې خلک اوري د ډپلوماسۍ د پنج بناء نه موقت وتلی وې خپل تأثر او عکس العمل دې ښودلی وائ، که ایرانیانو تاته د سفیر په سترګه کتلي وای نو کم له کمه د شفاخانې خوني ته د ننوتلو مخکې باید ولچکونه له مریض پورته کړي وای، تا باید د هغې ورځې تأثر ملت ته ښودلی وای.

طالبانو تر دې په زیات بحراني حالت کې هئیت حساس او جنګ ته تیار ایران ته ولیږه د هغه ګذارش له معتصم اغا جان واوره.

اهل قلم خلک ریسرچ کونکي په کتابخانو کې ښه ښکاري، ډاګټر غني ته پکار ده چې د سفارت حساسو مسایلو کې د ملت عزت او روحیه په پام کې ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

ځینی ترافیکی پولیسان حیران دی چی کومو د رکشې او موټر او موټر سیکل چلوونکو ته د هغوی د نامناسبی ډریورۍ پخاطر شپېلک په لاس او پدې او هغه چلوونکی پسی وځغلی؟
د پورته لیکنی د محتویاتو سره اصلاً نه تماس نیسم او نه را ته جالبه ده خو:
د یو انسان ( کافر ، ملحد، زندیق، مسلمان، نر، ښځه، نر ښځکی ) پر فزیک او هندسه خندل او استهزاء او عیب جوئی لویه ګناه ګڼل کیږی. کروت په خوله کی به د خالق او مصور خدای تعالی مهندسی وی موږ حق نلرو چی پر وخاندو.

Karwan

غ حضرت، موږ د ښه پيږنو او په داسي تبصيرو څوک نشي غولولي! کاروان

pattang

مزمل صیب داهغه غله دي چې دپختو او پښتو په نوم یې هر وخت سپیګانې، غلا وې او وژنې کړې دي‌ او اوس هم لګیا دي دا منافقین د کار دجوړولو استعداد نلري ، ددوی ټول مهارت په غلا او اپورتو نیستي کې ده !

غ.حضرت

کار وران ساب را ته غوږ سه! ۱ – که د مَلَک سیدو د کور څخه احمد ته اُګره را ولېږل سی او محمود د انکار نه منونکو شواهدو په اساس احمد ته ووائی چی هلکه دا اُګره مه خوره ځکه د موږک غول په ګډ دی او هډونه به دی مُردار سی، دا به د محمود خان د حماقت او لجاجت نخښه وی که ووائی زه احمد پېژنم! !!! دلته د محمود لپاره د احمد پیژندګلوی او نه پیژندګلوی هیڅ رول نلری او یو وړوکی ماشوم هم پوهیږی چی اُګره د موږک د غولو خوند او رنګ لری. ۲-… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x