ټولنیزه برخه

ځان وپیژنه!

عبيدالله سيال

ځان په سمه مانا وپیژنه،له تیارو راووځه،حالات وڅاره،ځان پوه کړه،هر څه درک کړه،او بیا يې د حل لار راوکاږه ، دا ځکه چې ته افضل المخلوقات یې،ستا عقل،دماغ،بدن قدوقامت او جسم الله ج خاص کړی،ته له هرې نګاه نه پوره یې،په خپل پلار ،نيکه او کورنۍ دې وویاړه! ځکه ته د غوره نسل اولاد یې ،ستا نیکونه د شهامت نوم لري ،د هغوۍ په تاریخ وویاړه.

خپل خالق هم مه هیروه!
په هغه ج توکل ساته!
دربار  یې لومړۍ او وروستۍ تکیه ګاه وبوله!
په خپل خالق باور ولره! خپل رب په نیګ ګمان ونیسه!

شکر یې وکاږه د خپلو درکړیو انعاماتو شمیرنه يې وکړه ! د خپل بدن د هر غړي قیمت ته ځیر شه بیا وګوره چ ته څومره قیمتي یې!

زه له تا پوښتم آیا یوه سترګه دې په ملیاردونو ډالرو پلورۍ؟

دخپلو دواړو لاسونو په پرې کولو څومره دنیا غواړې؟

خپلې پښې په څو خرڅوې ؟ ژبه دې په څو خرڅوې؟

د اوریدو د حس دستګاه دې په څو میلیونو ډالرو پلورې؟ دبدن د یو حس په بدله کې د کوم ملیادر پانګه اخلې؟ ښکاره ده چې حاضر نه يې ، نو همدا ویاړ او افتخار دې نه دی بس؟

ته هغه څوک یې چې الله ج ستا ذات ته د سجدې او تعظیم امر ملایکو ته کړی وو ،حال دا چې ملایکې مونږ له ځان پورته یو منزه او سپیڅلی مخلوق ګڼو،  هو که ته په سمه لار روان شې نو د ملایکو د عظمت له حدودو هم تیریدلای شې ، که ته په سمه لار روان او د خدای ج په ذات کې سوچ او فکر وکړې ځان او خدای دې وپیژنې او د ځان د خلاصون یواځینۍ لار د الله ج لار راوکاږې نو کولای شې چې خدای ج دې هم لار ورکې او بینوا پرینږدي ،بلکې په داسې انعاماتو به دې ونازوي چې خپله به حیران پاتې او د هغه د ښیګڼو بدله به هيڅکله او په هیڅ صورت پوره نکړای شې !
پوهیږې ته څوک یې ؟

ته په هغه لار روان یې چې خدای ج ورته هدایت موندونکي او نیغه لار نیونکي ویلي دي!

تا د هغه چا لار نیولې چې خدای ج د غرونو په شان د اور لمبو څخه وساته! ته د هغه چا پیروي او احترام کوې چې خدای ج ورته خپل دوست ویلي!

ته د هغه چا لاروی یې چې خدای ج ورسره د راز او نیاز خبرې کړي دي !ته د هغه چا امتي یې چې خدای ج ته د دنیا او مافیها نه غوره دی!تر ټولو قیمتي دا چې د هغه چا امتي یې چې نورو پیغمبرانو یې د امتي کیدو هیله کړېده !
آیا همدا خوشبختي دې نه ده بس؟

ته د دنیا غوره انسان جوړیدلای شې خو په هغه صورت کې چې د زړه له تله توبه وکاږې.

آیا په خپلو ګناهونو کې سر تر پایه پټ یې؟

خیر، هيڅ سوچ مکوه ځکه تا د اصحابو کرامو کیسې نه دي اوریدلي چې هغوۍ د جهالت په وخت کې دومره په ګناهونو کې ډوب ول چې د اسلام په دوران کې يې په خپلو تیرو ګناهونو په لپه لپه اوښکې تویولې او پښماني يې کوله ،خو خدای ج ورته بخشش وکړ، د دنیا فاتحان شول، او نومونه یې تر اوسه ژوندي دي، هو که ته د صحابه کرامو مرتبو ته نشې رسیدلې؛
نو رسول الله هم ستا په ایمان فخر کړی او د عجیب ایمان څښتن یې بللې یې!

ای لارورکیه انسانه! آیا د پیغمبر (ع) ګستاخي دې کړې؟ آیا شرک دې کړی؟ آیا ټول عمر دې تهمت او بهتان کې تیر کړی؟ شراب ،غلا،زنا،وړې او غټې هر قسم ګناوې دې کړي!هيڅ پروا مه کوه ستا خالق یې تاته د حل لاره ښودلې ده!
الله ج فرمایلي دي:
(واذاسألك عبادي عني فإني قريب اجيب دعوة الداع اذا دعان….)
آیا دادې نه دي اوریدلي؟
(انه يحب التوابين…..)

نو توبه وکاږه ریشتیني توبه،ځکه همدا اوس دې د توبې دروازې په مخ خلاصې دي! سم ژوند د اسلام د حدود په رڼا کې پیل کړه! په تیرو توبه وکاږه نوی ژوند پیل کړه! ځانته په عزت او وقار قایل شه!

ته له ډیرو بهتر یې او بهتر کیدلای شې!

د دنیا د میلینونو کسانو نه ته غوره یې! آیا همدا ویاړ دې نه دی بس؟

وخانده دنیا ځانته راماته کړه ! کاینات د ځان په ننداره کړه!هیلې دې ژوندۍ کړه!د ورځې دې یوه کوچنۍ هیله پوره کړه !تیر هیر کړه،په راتلونکي ماغزه مه خوره، ځکه نه تیر شوی وخت راګرځولای شې او نه راتلونکی وخت رالنډولای شې !د نن کار نن وکړه ! طبیعت ته په مسکا ټوله دنیا ځانته وموسکوه!

ته دې خپل مخ ته آیینه کې وګوره !
آیا خوله،غوږونه،سترګې دې روغې دي؟ جسما جوړ یې؟

نور نو څه غواړې آیا همدا ستا لپاره په دې دنیا له جنته کم دي؟

مصیبتونه دې شاته وغورځوه! ښیګڼې رامخته کړه!نرم شه!همیشه مسک اوسه! همدا اوس ځانته په کړس کړس وخانده ! غمونه دې د یو لوی غر تر شا پریږده ځکه غم دې له تاوانه بغیر بله نفع نه در رسوي !خوشحالۍ رامخته کړه! همدا اوس ځانته اطاق ته ولاړ شه! اطاق ځان پسې قلف کړه! آیینې ته ودریږه! خپل ځانته خوشحاله شه! په ځان دې وویاړه! خپلې لاسته راوړنې رامخته کړه!یوه شیبه دې سترګې په سترګو کې خښې کړه !
بیا په کړسنده وخانده وخانده وخانده !!!!!
او نوی ژوند د نویو هیلو سره پیل کړه.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx