ورزش

ريال مدريد لوبډله له چمپينز ليګ څخه بهر شوه

نن ټکی اسيا (شنبه، ۱۸ زمری، ۱۳۹۹ل): د اروپا اتلانو ليګ UCL سيالۍ د کرونا وبا له کبله له تېرو پنځه مياشتو ځنډيدلې وې چې تېره شپه د مانچسټر سيټي او ريال مدريد، د ليوان او د يوونتوس لوبډلو ترمنځ له سياليو پېل شوې.

د شپاړسم پړاو دويم ليګ په دغه سياليو کې د مانچسټر سيټي لوبډله وتوانېدله ريال مدريد ته ماتې ورکړي او له اروپا اتلانو لیګ څخه يې بهر کړي.

بل لوري ته د فرانسوۍ لوبډلې ليوان او ايټالوۍ لوبډلې يوونتوس ترمنځ سيالۍ ترسره شوه، دغه لوبه کې څه هم د رونالډو لوبډلې يوونتوس په بريا پای ته ورسېده خو د بهر ګول په ګټې او (۲-۲) اګريګيټ سره ليوان کواټر پايلوبې ته ووتله او يوونتوس له سياليو بهر شوه.

د يادو سياليو په لړ کې به نن د شپې په ۱۱:۳۰ بجې د برسلونا او ناپولي، او د چيلسي او بايرن مونيخ لوبډلو ترمنځ د شپاړسم پړاو دويم ليګ سيالۍ ترسره شي.

په لومړي ليګ کې د برسلونا او ناپولي لوبډلې ۱-۱ مساوي شوي، خو بايرن مونيخ بيا چيلسي ته په ۳-۰ ماتې ورکړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx