افغانستان

د کابل والي د وسلوال برید څخه روغ وتلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ زمري، ۱۳۹۹ل): تېره شپه ناوخته د کابل والي محمد یعقوب حیدري په شکردره ولسوالۍ کې د یوه وسلوال برید څخه روغ وتلی دی خو یو ساتونکی یې وژل شوی دی.

د پژواک خبري اژانس د راپور سره سم یوې باوري سرچیني دغه خبر تایید کړی او ویلي يې دي چې تیره شپه ناوخته پر والي محمد یعقوب هغه مهال برید وشو کله چې نوموړی د شکردرې څخه کابل ته پر لاره وو.

سرچینې زیاته کړې چې والي روغ ووتی خو یو ساتونکی یې وژل شوی دی.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز هم دغه پيښه تایید کړې ده او ویلي يې دي چې د پيښې اړوند جزئیات به تر څیړنو وروسته د رسنیو سره شریک کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx