افغانستان

د مشورتي لویې جرګې اوولس ګډونوال په کرونا اخته دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ زمري، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د عامې روغتیا وزارت وایي، د مشورتي لویې جرګې د یو شمېر ګډونوالو د کرونا ازموینې مثبت شوې.

طلوع نیوز د عامې روغتیا وزارت له قوله لیکلي، چې دوی د مشورتي لویې جرګې د ټولو ګډونوالو د وینې نمونې اخستې وې او تر کتلو وروسته جوته شوې، چې د یادې جرګې  اووه لس ګډونوال په کرونا ناروغي اخته دي.

عامې روغتیا وزارت پرته له دې چې د مشورتي لویې جرګې د کرونا شویو ګډونوالو معلومات شریک کړي؛ ویلي، چې یادو کسانو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د لویې جرګې تالار ته ننوزي.

مشورتي لویه جرګه چې له تېرې ورځې راهیسې په کابل کې روانه ده، او د څلور سوه طالب بندیانو د خلاصون په پلمه رابلل شوې؛ زرګونه ګډونوال لري او پرته له دې چې غړي يې روغتیایي اصول په پام کې ونیسي او یا هم فاصله مراعات کړي؛ په يوه تالار کې یې بحثونه روان کړي.

د عامې روغتیا وزیر د جرګې د پیلېدو په لومړۍ ورځ ګډونوالو ته په داسې حال کې چې چوکۍ سره نښتې ايښودل شوې وې؛ وویل، چې دوه متره فاصله باید مراعات کړي.

مشورتي لویه جرګه چې ۳۳۰ میلیونه افغانۍ ورته ځانګړې شوې او تمه ده درې ورځې دوام ولري؛ د یو شمېر غړو د کرونا کېدو خبرونه یې داسې مهال دي، چې د طالبانو په ګډون بېلابېلو جهتونو او سیاسي شخصیتونو یاده جرګه تحریم کړې، نمایشې کار یې بللی او د سولې په برخه کې د شته فرصتونو په وړاندې د خنډونو د ایجادولو هڅه یې بللې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx