افغانستان

د مشورتي لویې جرګې پریکړه سبا اعلانیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ زمري، ۱۳۹۹ل): په لویه جرګه کې یو شمیر سرچینو ویلي چې د پنځوسو کميټو څخه د ۳۳ کمیټو کار پای ته رسیدلی دی او د ۱۷ کمیټو کار به نن تر غرمې بشپړ شي او پریکړه به رسما سبا ته اعلان شي.

د لویې جرګې مطبوعاتي کمیسون غړي نذیر زاهد هم رسنیو ته دغه معلومات ورکړي او ویلي يې دي چې له غرمې وروسته به د کمیټو رئیسان خپلو منځونو کې بحثونه وکړي، او پایلې ته تر رسیدو وروسته به د پریکړه لیک پر جوړولو کار وشي او سبا ته به هغه پریکړه لیک رسما اعلان شي.

ګمان کیږي چې لویه جرګه به د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو پر سر سلا شوي وي او حکومت ته به مشوره ورکړي چې د سولې د خبرو د پيل په خاطر باید د طالبانو دغه شرط ومني او بندیان ور خوشي کړي.

اشرف غني مشورتي جرګه په دې خاطر را بللې وه چې په وینا یې د ۴۰۰ بندیانو د خوشي کولو صلاحیت نه لري، غواړي چې د لویې جرګې له لاري ملت دا پریکړه وکړي چې د سولې د خبرو د پيل په خاطر د طالبانو دا غوښتنه ومني اوکنه.

حکومت وایي چې په ۴۰۰ زندانیانو کې یو شمېر یې پر اعدام محکوم دي، یو شمېر نور پر قتل، پر اختطاف او مالي فساد تورن دي؛ نو له همدې امله باید په دې اړه د سولې د مشورتي جرګې له غړو سره مشوره وشي.

خو طالبان د حکومت دغه تورونه ردوي او وايي چې ددوی په لست کې شامل کسان ټول سیاسي بندیان او طالبان دي، او غوښتنه کوي چې تر هرڅه وړاندي باید د امریکا سره د توافقنامې پر اساس ټول ۵۰۰۰ کسان ددوی د لست سره سم خوشي شي.

د طالبانو یوې سرچینې نن ټکی اسیا ته وویل چې د ۵۰۰۰ بندیانو څخه تر اوسه ددوی ته د ۴۴۶۲ کسانو خوشي کیدل تثبیت شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx