افغانستان

د لویې جرګې امنیت ساتونکي: دوې میاشتې کېږي معاشونه مو نه دي راکول شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ زمري، ۱۳۹۹ل): په کابل کې د مشورتي لویې جرګې ځیني ساتونکي وایي، دوی د جرګې په امنیت ساتلو کې خواري کړې، خو دوې میاشتې کېږي، معاش یې نه دی ورکړل شوی.

طلوع نیوز د طوفان په نوم د جرګې د یوه امنیت ساتونکي له خولې لیکلي «پخوا مو معاش هره میاشت حواله وو، خو دا یوه نیمه میاشت کېږي چې معاش نه دی راکړل شوی.»

که څه هم چارواکي لا د پورته څرګندونو په اړه چوپه خوله دي؛ خو د معاشونو له نه اجراء کېدو د مشورتي لویې  جرګې د امنیت ساتونکي شکایت داسې مهال دی، چې له تېرې ورځې راپدېخوا زرګونه کسان د څلور سوه طالب بندیانو د خلاصون او نه خلاصون په اړه د تصمیم نیولو په پلمه په یاده جرګه کې راټول شوي.

دغه جرګه چې ویل کېږي، درې ورځې به دوام ولري؛ د مالیې وزارت له لوري ۳۳۰ میلیونه افغانۍ ورته ځانګړې شوې.

یاده جرګه د طالبانو په ګډون د بېلابېلو جهتونو له لوري غندل شوې، نمایشي کار بلل شوی او د سولې په وړاندې د خنډونو جوړولو هڅه بلل شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx