افغانستان

یونس قانوني د نوماندانو له استازیو سره لیدلي دي

د ډاکټر عبدالله عبدالله تلبیغاتي ډلې ويلي دي، چې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال محمد یونس قانوني د دواړو نوماندانو له استازیو سره د ټاکنیزو پایلو د ستونزو د هواري په خاطر خبرې کړې.
د سرچینې په قول د همدې خبرو په خاطر په شوې ناسته کې د دواړو نوماندانو د استازیو په ګډون د ملګرو ملتو استازي هم ګډون کړی و.
تر دې وړاندې ویل شوي و،  چې د جمهوري ریاست دواړه مرستیالان به د ملګرو ملتونو له استازي سره یوځای له دواړو نوماندانو سره وګوري.
د ډاکټر عبدالله عبدالله د تبلیغاتي ډلې مشر بریالی ارسلايي وايي، چې په شوې ناسته کې د جمهوري ریاست دویم نوماند کریم خليلي د یو سفرله امله ګډون ونه شو کړای.
په ورته وخت کې د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کېري ولسمشر حامد کرزي ته په تلیفوني کرښه ویلي دي، چې د ټاکنو د ستونزو اړوند دې چابک شي او په هېواد کې  دي د نا امنۍ مخه ونیسي.
تر دې وړاندې د ټاکنو کمیسیون هم له جمهوري ریاسته د ټاکنیزو ستونزو د حل په موخه د مداخلې غوښتنه کړې وه.
ویل کېږي چې په دوو ورځو کې به د دواړو نوماندانو له ډلګیو جوړ یو ټیم وټاکل شي چې د ټاکنو په پروسه، درغلیو او تخنیکي مسایلو به بحث وکړي.
ټاکل شوې وه ، چې نن به د ټاکنو لومړۍ پایلې اعلانېږي، مګر د ټاکنو کمیسیون د پایلو اعلان پنځه ورځې وځنډاوه.
د چارو شنونکي په دې باور دي، چې ښايي ډاکټر اشرف غني احمدزی به له ډاکټر عبدالله عبدالله سره د «سهامي شرکت» په جوړېدو هو کړه وکړي. د دوی په خبره دا به د هېواد په سطحه له ټولو رایو ورکونکو سره ستره جفا وي.
ځینې مبصرین بیا وايي، چې د ټاکنو اړوند به هغه څه کېږي، چې امریکا يې وايي، ځکه چې د ټاکنو د پروسې ټوله څارنه د دوی په لاس کې ده
عبدالودود سنګین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x