افغانستان

غزني: طالبانو ۷ انسان تښتوونکي نیولي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ زمري، ۱۳۹۹ل): طالبان وايي په غزني ولایت کې يې اوه انسان تښتوونکي نیولي او دوسیه یې شرعي محکمې ته سپارل شوې ده.

د طالبانو له لوري په الاماره ویب پاڼه کې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه اختطافګر د غزني ولایت په واغظ او خوګياڼو ولسوالیو کې د خپل جرم پر مهال لاس په لاس نیول شوي او یو تن بندي يې هم له منګولو خلاص شوی دی.

په خبر کې ویل شوي چې یاد بندي د اختطافګرو سره ۵۴ ورځې په بند کي تیرې کړي وې.

د طالبانو یوې سرچینې نن ټکی اسیا ته وویل چې دغه اختطاف ګر تر مسلسل استخباراتي څار وروسته په ډیر تکتیک ونیول شول، په ځانګړي ډول هڅه وشوه چې د اختطاف ګرو سره بندي کس هم وژغورل شي.

باید وویل شي چې د پیسو لپاره په افغانستان کې په ځانګړي ډول په لویو ښارونو کې د اختطاف پيښې زیاتي شوي چې له امله یې هغه خلک چې نسبتا اقتصاد یې ښه وي، پر ځان او اولادونو د سختې بې امنیتۍ احساس کي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx