
طالبان فکر کوي امریکا تر انتخاباتو مخکې هم ځواکونه ایستلای شي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ زمري، ۱۳۹۹ل): د سپوتنیک خبري اژانس د راپور سره سم طالبان فکر کوي چې امریکا تر راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو مخکې د افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه ایستلای شي او په وینا یې که دغه کار وکړي، دوی به ورته ښه راغلاست ووايي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین دغه خبرې کړي.
ټاکل شوې چې د روان کال ۲۰۲۰ په نومبر میاشت کې په امریکا کې ولسمشریزي ټاکنې وشي.
د سپوتنیک د راپور سره سم سهیل شاهین وویل: «هو، دوی کولای شي، که دوی تر انتخاباتو مخکې ځواکونه وباسي، نو دا به د امریکا لپاره ښه خبره وي، ځکه د افغانستان موضوع په نظامي توګه د حل نه ده، مونږ به دوی ته ښه راغلاست ووایو که وغواړي د افغانستان په بیا رغونه کې مرسته وکړي، مونږ ددوی ملکي فعالیت ته ښه راغلاست وایو، مګر دوی باید خپل نظامي رول ژر تر ژره ختم کړي. که دوی تر انتخاباتو مخکې دا کار وکړي، مونږ به یې تشویق کړو او ددې پریکړې هرکلی به وکړو».
باید وویل شي چې د امریکې ولسمشر ټرمپ تېره اونۍ ویلي وه چې امریکا به تر راتلونکې نومبر میاشتې خپل د ځواکونو شمیر ۴۰۰۰ کسانو ته را ټیټ کړي.
د فروري میاشتې پر ۲۹مه نیټه د طالبانو او امریکا تر منځ د توافق پر اساس امریکا باید په ۱۴ میاشتو کې د افغانستان څخه خپل او ناټو ټول ځواکونه وباسي.