افغانستان

تګاب: د ایم ټي ان مخابراتي شرکت یوه پایه سوځول شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ زمري، ۱۳۹۹ل): د کاپیسا امنیتي چارواکو تیره ورځ وویل چې د تګاب ولسوالۍ کې د یوې مخابراتي شرکت یوه پایه سوځول شوې ده.

د کاپیسا د پولیسو ویاند عبدالشایق شورش دغه خبر رسنیو ته ورکړی او ویلي يې دي چې وړمه شپه د تګاب ولسوالۍ په شیرخېل سیمه کې د ایم ټي ان مخابراتي شرکت یوه پایه سوځول شوې ده.

دا پيښه په داسي وخت کې تر سره کیږي چې د ایم ټي ان شبکې په اړه ویل کیږي، غواړي نور په افغانستان، سوریه او یمن کې خپل فعالیتونه ودروي.

ایم ټي ان مخابراتي کمپنۍ چې مرکز یې په جنوب افریقا کې دی، غواړي له دې وروسته خپل فعالیتونه په افریقا کې متمرکز کړي او په نورو هیوادونو کې خپل فعالیتونه پر نورو شبکو خرڅ کړي.

باید وویل شي چې د ایم ټي ان شرکت پر خلاف په امریکا کې د هغو امریکايي کورنیو لخوا محکمه روانه ده چې په افغانستان کې يې اولادونه وژل شوي، دوی پر ایم ټي ان شرکت تور پوري کوي چې طالبانو ته یې باج ورکړی دی، د هغو اقتصاد یې قوي کړی دی او له امله یې هغو وسلې تر لاسه کړي او امریکايي ځواکونه یې وژلي دي.

ویل کیږي طالبان په افغانستان کې د ټولو مخابراتي شبکو څخه معلومه فیصدې ټکس اخلي او په خپلو سیمو کې د هغوي فعالیت منظموي.

په دې وروستیو کې طالبانو د سلام شبکې پر خلاف یوه اعلامیه نشر کړې وه او ویلي یې وه چې نه یوازي پر دغې شبکې بندیز لګوي بلکې ددوی په ساحو کې عامو افغانانو ته هم اجازه نه ورکوي چې ددغې شبکې سیم کارتونه وکاروي.

بشپړ تفصیل لاندي خبر کې:

طالبانو د «سلام» مخابراتي شرکت سیم کارت په استعمال بندیز ولګولو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx