افغانستان

پکتیکا کې د پاکستاني پوځیانو توغندويي بریدونو ۱۵ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ زمري، ۱۳۹۹ل): د پکتیکا ولایت اوسېدونکي او سیمه ییز چارواکي وايي، له تیرو څو ورځو راهیسې د پاکستاني پوځیانو په توغندويي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵ ملکیانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

د برمل ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې نن د شنبې په ورځ(۱۸ زمري) پژواک خبري آژانس ته ویلي، چې پاکستاني پوځیانو د لوی اختر له درېیمې راهیسې ددې ولسوالۍ په بیلابیلو سیمو توغندويي بریدونه کړي، چې له امله یې د ځاني زیان ترڅنګ خلکو ته مالي زیانونه هم اووښتي او لسګونه کورنۍ کډې کولو ته اړ شوې دي.

یادې سرچینې د افغانستان خاورې ته د پاکستاني پوځیانو د ننوتلو په هکله داسې ویلي: « دوه ورځې مخکې د پاکستان ملېشه د يوه ساعت لپاره دېخواته راغلي وو او خلکو ته يې ويل چې د تحريک طالبان پاکستان غړي ورته په ګوته کړي»

له بل پلوه میلمه راډیو بیا د سیمې د اوسېدونکو له قوله خبر ورکړی، چې په تیرو څو ورځو کې د دې ولسوالۍ په سور زغیمای، تنګي، خرڅین، ګورویک، منګړیتۍ او یو شمېر نورو کلیو باندې د پاکستاني پوځیانو توپچي بریدونو کې ۲ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

د دې موضوع د څېړنې په موخه پکتيکا کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د دويمې پلې لوا قوماندان بريدجنرال رحمدل حيدرزي هم برمل ولسوالۍ ته ورغلى دى.

هغه هم د پاکستاني پوځیانو لخوا د توغندویو ویشتل او افغانستان ته د پاکستاني ملیشه ځواکونو ننوتل تاییدوي او داسې وايي: «موږ په دې اړه خلکو سره ناستې درلودې، خلکو موږ ته وويل چې پاکستاني ملېشه يې سيمو ته ورغلي او غوښتنه يې ترې کړې چې د تحريک طالبان پاکستان غړي ورته په ګوته کړي.»

که څه هم پاکستاني پوځیانو تراوسه په دې هکله رسما څه نه دي ویلي؛ خو پاکستاني پوځیانو تردې وړاندې هم د کندهار، ننګرهار، کونړ او یو شمېر نورو سیمو کې د افغانستان په خاوره د توپونو ډزې کړي، چې له امله یې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اووښتي،  چې د خلکو په خبره حکومتي لوړ پوړي چارواکو یې په اړه «قصدي» خاموشي اختیار کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا تنها د حکومتی چارواکو وظیفه نده، طالبانو هم د پاکستانیو د توپونو د ډزو په مقابل کی خپل سرونه ټیټ ساتلی هغوی هم کچیری افغانان وی باید خپل آواز چک کړی تر اوسه یی کومه بیانیه چیری نده ورکړې.

جمیل

طوطی وروره !
دا ټوله پاکستانی راکټونه د غلام دولت په همغږی او د امریکا په لمسون سره زمونږ پر ګران هیواد واریږی او دوی هم همدا غواړی لکه تاسو چی یی غوښتنه کړیده ، هیله یی داده چی طالبان په بلی جګړی کی ښکیل کړی.
یو واری مو هیواد د دی غټو خروړو لیوانو څخه آزاد سی بیا که دی بیهمتو پنجابیانو یو راکټ هم راوغورځاوه(چی جرئت به ونکړی) بیا طالبان ملامت کړی .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x