افغانستان

د اشرف غني مشورتي لویې جرګې هم د طالب زندانیانو په خلاصون ټینګار وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ زمري، ۱۳۹۹ل): د اشرف غني لخوا د سولې مشورتي لویې جرګې هم د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو په خلاصون موافقه کړې، ترڅو د سولې بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره شي.

د سولې مشورتي جرګې غړو د غونډې په دوهمه ورځ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دایمي سولې د رسېدو لپاره پکار ده، چې پاتې ۴۰۰ طالب بندیان خوشې او زر تر زره اوربند وشي.

ددې جرګې غړو دغه راز په افغانستان کې د افغانانانو په مشرۍ بین الافغاني مذاکرات غوره بللي؛ خو د نړیوالې ټولنې لخوا یې د خبرو د کامیابۍ د تضمین غوښتنه هم کړې ده.

باید وویل شي چې تردې وړاندې ګڼو سیاسي ګوندونو او قومي مشرانو هم د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د ژر تر ژره خلاصون غوښتنه کړې وه، ترڅو طالبان بین الافغاني مذاکرات پیل او د اوربند په ګډون دایمې سولې ته لاره پرانیستل شي.

طالبانو هم تردې وړاندې اعلان کړی وو، که چیرې د دوحې تړون مطابق ددوی پاتې بندیان خوشې شي، نو په یوه اونۍ کې دننه به بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx