افغانستانسولې اړوند خبرونه

د سولې مشورتي لویې جرګې د کمېټو د کار پای او پرېکړې / بشپړ متن

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ زمري، ۱۳۹۹ل): د مشورتې لویې جرګې کاري ناستې نن پایته رسیدلې او مصالحې شورا له لوري یوه خبرپاڼه هم نشر شوې چې په کښي د کاري کمیټو د کار پای اعلان شوی او پریکړي يې هم نشر کړي دي چې په لاندي ډول دي:

د سولې مشورتي لویې جرګې د کمېټو د کار پای او پرېکړې

د سولې لویې مشورتي جرګې د عمومي ناستې وروسته د یادې جرګې د غړو پنځوسو کاري کمېټو ریسانو د خپلو مشورو او پرېکړو راپور د جرګې رییس، اداري پلاوي او د جرګې غړو ته وړاندې کړ.

هغه مشورې او وړاندیزونه چې د سولې مشورتي لویې جرګې د پنځوسو کاري کمېټو د غړو له لورې شوي چې د افغان حکومت او د ملي مصالحې عالي شورا له خوا د وسله والو طالبانو سره د سولې په خبرو کې مطرح کړي په لاندې ډول دي.

ـ باعزته او دایمي سولې ته د رسېدو لپاره پکار ده، چې ټولې خوا وې انعطاف وکړي.

ـ پاتې ۴۰۰ طالبن بندیان دې خوشې شي، ترڅو د سولې لپاره هیڅ بهانه پاتې نشي.

ـ د طالب بندیانو د خوشې کېدو په صورت کې دې پرته له قېد او شرط څخه اوربند وشي او دواړه خوا وې دې ورته ژمنې پاتې شي.

ـ د سولې خبرې دې څومره چې ژر کیږي پیل شي.

ـ د سولې یو داسې مرکچې پلاوی دې وټاکل شي، چې ټول شموله وي او د تېرو ۱۹ کالو ارزښتونو څخه دفاع وکولی شي.

ـ د افغانانو په مشرۍ دې د سولې خبرو پیل لپاره افغانستان ته لومړیتوب ورکړل شي.

ـ د افغانستان په قضیه کې ښکیلې غاړې دې د طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلي او جګړې ته دې لمن نه وهي.

ـ بندیان دې د ملي او نړیوال ضمانت په صورت کې خوشې کړای شي، ترڅو بیا د وسله والو په لیکو کې فعالیت ونکړي.

ـ نړیواله ټولنه دې د سولې خبرو له پیل او په هېواد کې د دایمي سولې راوستلو په برخه کې ضمانت وکړي.

ـ د امنیتي ځواکونو هغه بندیان چې د حکومت په زندانونو کې دي د ملي روحیې د پیاوړي کولو لپاره دې خوشې شي.

ـ د سولې په خبرو کې دې د تېرو ۱۹ کالونو له لاسته راوړنو او جمهوریت څخه په کلکه دفاع وشي.

ـ د اساسي قانون او په ځانګړي ډول د اساسي قانون د دویم فصل څخه چې ولسواکي ده په کلکه دفاع.

ـ د افغانستان د خلکو له حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو څخه دفاع.

ـ د بیان ازادۍ او د رسنیو ازادۍ خوندي کول.

– د سولې په خبرو کې پرمختګونه د ولس سره باید پر وخت شریک شي.

– حکومت دې د جګړې د قربانیانو رضایت ترلاسه کړي.

ـ د سولې په خبرو کې د ټولنې د ټولو قشرونو د غړو شاملول په ځانګړي ډول د میرمنو او هم باید مرکچي پلاوی د خبرو کولو توانمندي ولري.

ـ د سولې هوکړه دې د نړیوالې ټولنې او د نړۍ د قدرتونو او د سیمې هېوادونو تر نظارت لاندې وشي.

د سولې مشورتي لویې جرګې د کمېټو ریسانو په خپلو خبرو کې وویل، چې د کلونو راهیسې د افغانستان خلک قرباني ورکوي، موږ د جګړې لویه برخه پرې کړې ده، په هېواد کې د تلپاتې او باعزتې سولې د راتګ لپاره پداسې حال کې د ۴۰۰ طالب بندیانو له خوشې کېدو سره هوکړه کوي، چې نړیواله ټولنه یې ضمانت وکړي.

دوي وویل، د طالب بندیانو خوشې کېدل پدې معنا ندي، چې د دوي جرمونه به بخښل کیږي، هیڅوک او هیڅ ټولنه د دې حق نلري، ولې په هېواد کې دایمې سولې ته د رسېدو لپاره دا یوه مهمه اړتیا ده، ترڅو بین الافغاني خبرې اترې پیل شي.

د ملي مصالحې عالي شورا او د سولې مشورتي لویې جرګې رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د کمېټو دوړاندیزونو او نظرونو د راټولو وروسته د دوي له حوصیله مندۍ مننه وکړه او زیاته یې کړه، ستاسې وړاندېرونه او نظرونه د افغان حکومت او د ملي مصالحې عالي شورا لپاره ارزښت لري او د سولې په خبرو کې به ورڅخه ګټه واخلي.

د جرګې رییس د پنځوسو کاري کمېټو د کارونو ختمېدو سره له دوي څخه په مننې وویل، افغانستان په یو حساس او تاریخي پړاو کې قرار لري، له دې چې وضعیت مو درک کړ او د هېواد د لویو ملي ګټو د خوندیتوب لپاره مو خپلې مشورې راکړې، پوهیږو چې دا پرېکړې خوشحالونکې ندي ولې زموږ بریا زموږ په یوالي کې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx