نظــر

مشورتي جرگه

حفیظ الدین پیرزادہ

داسې بریښي چې د مشورتي جرگې را غوښتل او بیا په داسې طوفاني رفتار یې ټول انتظامات برابرول به د امریکا په فرمائش تر سرہ شوي وي.

که داسې وي نو سبا به ټول د جرگې گډونوال د رایو په اکثریت د کابل ادارې ته د څلور سوہ طالب بندیانو د خوشې کولو مشورہ ورکوي؛ یو نیم به چرته د دیموکراسۍ د تمثیل لپارہ مخالفت وکړ‎ي خو د اکثریت فیصله به د طالبانو خوشې کول وي.

د جرگې را غوښتل او د طالب زندانیانو ازادول به چاته څه گټه ولري او کومې موخې به ترې تر لاسه شي؟

زہ یې د موخو له مخې په لاندې کټه گوریو ویشم:

امریکا د دې جرگې څخه امریکا لاندې بارزې موخې لري:

۱- امریکا له امارت سرہ د پنځه زرہ طالب بندیانو د خوشې کولو ژمنه کړ‎ې چې د دوحې په توافقنامه کې د یو اساسي شرط په توگه موجود دی؛ ھغوی د ھماغې ژمنې له مخې قانوناً او اخلاقا ( که یې ولري ) مجبور دي د راتلونکیو ښو اړ‎یکو لپارہ دا پاته څلور سوہ بندیان خوشې کړ‎ي

۲- که امریکا دا ژمنه عملي نه کړ‎ي نو پخپله د توافقنامې پر نقض تورنیږ‎ي

۳- که بندیان خوشې نه شي، دا کار به امریکا په څیر د یوہ ابر قدرت معنوي پرستیژ له خاورو سرہ خاورې کړ‎ي

۴- که د دې بندیانو له جملې څخه په ایندہ کې کوم یو نړ‎یوال امنیت ته گواښ پیښ کړ‎ي نو امریکا به یې د خوشې کولو د مسولیت پړ‎ہ پر مشورتي لویه جرگه واچوي

۵- امریکا غواړ‎ي د سولې پروسه تسریع کړ‎ي تر څو ټرمپ په نومبر کې د امریکا په انتخاباتو کې ورڅخه د یوې سترې سیاسي لاسته راوړ‎نې په توگه کار واخلي؛ په امریکا کې د ټرمپ د محبوبیت گراف مخ په ښکته روان دی او د یوې تازہ تر سرہ شوې سروې له مخې چې دوہ زرہ امریکایانو پکې گډون کړ‎ی و، ۷۵ سلنه امریکایان له افغانستان او عراق څخه د خپلو عسکرو را ایستل غواړ‎ي

د کابل ادارې موخې

۱- د بندیانو د خوشې کولو پریکړ‎ہ د دوحې په قرارداد کې شوې چې د کابل د ادارې ھیڅ ذکر پکې نشته؛ ھغوی اوس غواړ‎ي په دغه وسیله ځان ته د اوړ‎و پوزہ جوړ‎ہ کړ‎ي

۲- د غني ټیم له ھرې ممکنې لارې ھڅه کوي د سولې خبرې و ځنډوي؛ د سولې د خبرو یوہ ورځ ځنډیدل یانې د کابل ادارې ته د افغانستان د چور کولو یوہ ورځ زیات فرصت

۳- د دې بندیانو د خوشې کولو د پریکړ‎ې له لارې نړ‎یوالو او په ځانگړ‎ي ډول گاونډیانو ته ځان خپلواک ښودل

۴- پر ډیورنډ د سودا کولو او ځینو نورو مھمو مسایلو څخه د ولس پام په بله اړ‎ول

اسلامي اما رت علمای کرامو ته د خپلو بندیانو ازادول لومړ‎یتوب لري؛ ھغوی مڼه غواړ‎ي او دا ورته توپیر نه لري چې د مڼې له ونې څخه دہ او که د بیرې له ونې څخه.
________________

د اگست اتمه/ ۲۰۲۰ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx