دیني، سیرت او تاریخ

هوښیاره مېرمن لوی نعمت او خوشبختي ده!

ژباړه: مولوي محمدرضاء رحماني

عرب د پخوا په څېر اوس هم له څارویو او کډوالی سره ډېره مینه لري.

دعرب کوچیانو یوه قبیله په یوه دښته(صحراء) کې اوسېدل، چې ددوی تر مېنځ یوه وړه کورنۍ چې له څلورو غړو تشکیل وه هم اوسېدل .

ددې کورنۍ یوه یې هغه عمر خوړلي سپین سري مور وه چې ډېرۍ وخت به ناروغه وه ، بدبختانه چې ځوی یې له خدمت او پالنې ستړی شو ، مېرمنې ته به یې تل له مور څخه د ستړیا شکایت کاوه خو مېرمنې یې غږ نه آورېده ، کوچي به تل دا فکر کاوه چې آیا څنګه به له خپلې مور څخه ځان خلاص کړم!

د کوچیانو دا عادت وي چې د څارویو لپاره ښه د ورشو او اوبو په پار تل له یو ځایه څخه بل ځای ته ګډې کوي مېنې بدلوي ، د خپل عادت مطابق صبا کوچیږي ، کوچي خپلې مېرمنې ته وویل:
صباء سهار تر سپېدو وړاندې به روانیږو خو داسې کار به وکړې چې مور به مې په خوب وېده پرېږدې ، یو څه اندازه خواړه اوبه به ورسره پرېږدې ، ترڅو نور خلک پرې راشي او یا همدلته مړه شي ، مېرمنې ورسره ومنله.

مېرمنې یې هماغسې وکړل چې خاوند یې غوښتل، خو ددې ترڅنګ یې بل ناولده کار دا هم وکړ چې خپل یو کلن ځوی چې پر پلاره بې حده ګران وو هم پرېښود او ولاړل ، کوچیان تر نیمه ورځ منزل کولو وروسته یو ځای تم شول ، ترڅو ځانونه هوسا کړي ، څاروي اوبه کړي ، خوراک ورکړي.

کوچي سړي د خپل عادت موافق له مېرمنې خپل یو کلن ځوی را وغوښت ترڅو د ځوی په لوبولو ستړیا ورکه کړي ، مېرمنې یې وویل هغه مې ستا له مور سره یوځای پرېښود، زما نه دی په کار! سړي په مېرمن ورنارې کړې ، چیغه یې کړه ول دادې څه وکړل؟

مېرمنې ځواب ورکړ ، دا مې ځکه پرېښود چې صبا به ما او تا هم پرېږدي لکه تا چې خپله مور پرېښوده!

د مېرمنې خبره پر کوچي لکه د آسمان تندر داسې ولږېده ، له ډېر خجالته غلی شو ، ځکه چې له مور سره د ناوړه چلند احساس ورته وشو، زر زر یې آس زین کړ ، هلته چې مور او ځوی پاته دي له وحشي ځناورو هم وېره وه ، سړی ډېر په بې صبرۍ هغه ځای ته ورستون شو.

د وحشې ځناورو دا عادت وي چې کوچیان له خپلو مېنو وکوچیږي د څه خوراک موندلو په پار مېنو ته راځي .

کوچی را ورسېد ، ګوري چې وحشي ځاور یې له مور چاپېر دي، مور یې دده یوکلن ځوی پر خپله سينه پورې کلک نېولی ، ځناور پر ډبرو ولي او ورته وایي چخې سۍ دا مې د فلاني خان ځوی دی.

کوچي سړي چې داحال ولید ډېر أفسوس یې وکړ ، بیا یي څه ځناور وویشتل او څه یې وتښتېدل ، د مور لاسونه پښې يې ور مچ کړل په ژړا شو د خپلو کړنو بښنه یې وغوښتله ، له ځان سره یې پر آس روان کړل ، خپل قوم او مېنو ته را ستانه شول.

تر دې وروسته یې د مور داسې عزت او خدمت وکړ چې پخپل قوم کې یې نوم درلود، ساری يې نه درلود ، او هم یې د مېرمنې زېرکتیا ، پوهې قدر و قېمت په زړه کې کور جوړ کړ.

اللهم أرزقنا بر الوالدین / یارب ارحمهما کما ربیاني صغیرا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

رحمانی صاحب ډیره ښکلی او د عبرت ډکه اموزنده قیصه دی لیکلی ، ډیر یی وژړولم ، دغه کوچی او د هغه میرمن او د هغه مور کړنو او ویلو ته ډیر حیران شوم

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x