افغانستان

طالبانو په خپلو کلینکونو کې ولس ته د وړیا جراحي عملیاتو اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ زمري، ۱۳۹۹ل): د طالبانو د عامې روغتیا عمومي کمیسون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په فراه ولایت کې ولسي وګړو ته اعلان کړی چې له دې وروسته به یې د کمیسون اړوند کلینکونو کې مختلف ډوله جراحي عملیات او درملنه په وړیا توګه ورکول کیږي.

دغه اعلان چې د فراه ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري نشر شوی، په کښي هغه جراحي عملیات هم په نښه شوي دي چې د طالبانو په کلینکونو کې به په وړیا توګه ترسره کیږي چې مهم یې په کښي د سیزران عملیات، چوره عملیات، اپنډیکس عملیات، د ماتو پښو او لاسونو عملیات، لاسونو او پښو ته د راډونه ور اچول او یا کښل، شکمي ټپيانو او ناروغانو عملیات، اکسرې او د ویني معایناتونه هم شامل دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د طالبانو کلینکونو به د ټولو ناروغانو دواوي هم په وړیا توګه ورکوي، خو کومې دواګاني که دوی په کلینک کې نه لري نو ناروغان به یې په خپلو پيسو د بازار څخه رانیسي خو د ډاکټر فیس او نور مصارف به نه لري.

په اعلامیه کې همداسي ویل شوي چې د طالبانو کلینکونه به ناروغانو او د هغوی پایوازانو ته ډوډۍ هم وړیا ورکوي.

باید وویل شي چې د طالبانو روغتیايي کلینکونه د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې شتون لري خو دغه کلینکونه وخت ناوخته د دولتي ځواکونو له لوري بمباریږي او چاپې هم باندي وهل کیږي.

بشپړه اعلامیه لاندي:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

واه څنګه ښه دخیر کار ، څومره نوری دعاوی به وګټی .
خیرونه مو په نصیب سه الله تعالی دی نور هم برکت درکړی .

سیدزرغون شاه آغا

که امکانات ولری او د واکسینیاسون پروګرام هم شروع کی

طوطی

آیا طالبان ښځینه ډاکتران لری چی سیزارین (Cesarean) عملیات تر سره کړی یا دوی نارینه ډاکتر د خپلو ښځو لپاره محرم بولی؟ سیزارین هغه عملیات ته وایی چی ماشوم د ښځی له ګیډی څخه را اخلی. طالبان واکسیناتوران ته اجازه نه ورکوی چی د هغوی ماشومان واکسین کړی څه رسه د کلینک جوړول.######

احمد شاه

طوطى ګکه ته ورته تشويش مه کوه تاته او ستاهم فکرانوته د طالبانو کرام سره دعملياتو لپاره داکتران پيدا کيږی، او بيا د که نور هم تشويش زياد وی خپلو بادارانو ته د عمليات لپاره ورشه چه په يوه صليبی روغټون کی درته عمليات وکړی

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x