افغانستانویډیو

ډاکټر عبدالله: د بندیانو تر خلاصون وروسته به د مذاکراتو لومړنی پړاو ډیر ژر په قطر کې پیل شي / ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ زمري، ۱۳۹۹ل): د سولې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله نن د مشورتي لویې جرګې د رسمي ناستو وروسته په یوه خبري کانفرانس کي وویل چې د جرګې اکثره کمیټې د چټکو مذاکراتو پر پيل ټینګار درلود.

نوموړي وویل چې پاته ۴۰۰ بندیان اکثره افغانان دي او د اکثرو معلومات د مشورتې لویې جرګې د غړو سره شریک شوي دي تر څو هغوی په ښه توګه تصمیم ونیسي.

نوموړي وویل، ځینو خلکو ویل چې د ۴۰۰ بندیانو څخه یې یو شمیر د اختر په مناسبت په خوشي شویو بندیانو کې خلاص شوي، خو دا حقیقت نه لري، ټول اوس هم بندیان دي.
په اختر کې حکومت د طالبانو د اوربند په مقابل کې ۵۰۰ بندیان خوشي کړي وه.

عبدالله وویل چې د لویې جرګې د پایته رسیدو سره سم به د مصالحتي شورا ټول تشکیلات اعلان شي.

باید وویل شي چې په لویه جرګه کې د مشورتي لویې جرګې اکثرو کمیټو د بندیانو د چټک خلاصون غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د سولې لپاره دي بین الافغاني مذاکرات پيل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx