افغانستان

اناردره ولسوالۍ تېر کال امریکایي ځواکونو له طالبانو نیولې وه ؛ خو پړه یې حکومت په غاړه اخستې وه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ زمري، ۱۳۹۹ل): د فراه ولایت د اناردرې ولسوالۍ مرکز چې د تېر کال په سپتمبر میاشت کې یې د کابل حکومت دولتي ځواکونو د بیرته نیولو ادعا کوله؛ په حقیقت کې د امریکایي ځواکونو له لوري نیول شوی وو.

دغه حقیقت نږدې یو کال وروسته د امریکا یو نظامي کارپوه او د نظامي چارو ژورنالست «ویزلي مورګن» په ډاګه کړی.

د  ۲۰۱۹ کال په سپتمبر میاشت کې د کابل حکومت دفاع وزارت اعلامیه خپره کړه، چې «ملي اردو» له طالبانو سره تر مخامخ جګړې وروسته د اناردرې ولسوالۍ مرکز په بشپړ ډول له هغوی نیولی او لسګونه طالبان یې وژلي.

دفاع وزارت  په خپره کړې اعلامیه کې د اناردرې ولسوالۍ د جګړې په مهال د افغانستان مېشتو امریکایي ځواکونو او په افغانستان کې د ناټو د قاطع ماموریت د رول په اړه هیڅ نه  وو ویلي او د هغوی نوم یې نه وو یاد کړی؛ خو د «مورګن» له قوله حقیقت دا وو، چې جګړه امریکایانو پر مخ وړې؛ مګر  په اړه یې د ناټو قاطع ماموریت هم چوپه خوله پاتې شوی.

مورګن پر خپل ټويټر باندې د هغو امریکايي عسکرو ویډیو خپره کړې، چې د انادرې ولسوالۍ په بیرته نیولو کې یې مقاومت کړی و او اوس ورته په بدل کې د امریکا د دفاع وزارت له لوري جایزې ورکړل شوې.

د نوموړي له قوله، په دې جګړه کې د امریکایي عسکرو یو کنډک او د هوایي ځواک یوه ټولي برخه درلوده او د کابل حکومت کمانډو ځواکونو ورسره همکاري کوله.

د مورګن څرګندونې د افغانستان په جګړه کې د کابل حکومت د دولتي ځواکونو هغه ادعاوې تر شک لاندې راولي، چې له طالبانو سره د جګړې په ډګر کې یې د خپل پرمختګ په اړه کوي.

دا څرګندونې هغه شکونه پیاوړي کوي چې د طالبانو په وړاندې جګړه کې حکومت ته منسوبې نسبي بریاوې په حقیقت کې د جګړې په ډګر کې د بهرنیو ځواکونو  لاسته راوړنې وې.

یاده دې وي، چې څه موده وړاندې هم طالبانو پر امریکایي لوري تور پورې کړی و چې په دوحه کې له شوي توافق یې سرغړونه کړې او د دولتي ځواکونو په الوتکو کې يې د افغانستان په بېلابېلو برخو بمباري کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx