افغانستان

طالبان: په تېره میلادي میاشت کې تر دریو سوو ډېر دولتي کارکوونکي راسره یو ځای شوي

طالبان وايي چې په تېره میلادي میاشت جون کې ورسره تر دریو سوو ډېر دولتي کارکوونکي يو ځای شو ي دي. چې د تېر په څېر يې ډېره برخه نظامي مامورین نیسي.
د اسلامي امارت دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون مسوولینو ویلي دي، چې دوی پخپلو هڅو او د الله جل جلاله په نصرت ۳۳۹ تنه دولتي کارکوونکي د ځان ملګري کړي دي، چې پکې ډېر يې په افغان دولت کې نظامي کسان وو.
طالبانو رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي، چې دوی دغه «با احساسه» مامورین په دې ژمن کړي دي، چې د طالبانو ترڅنګ به درېږي: «اودیرغلګروصلیبیانواودهغوی داجیررژیم پرضدیې به خپله اسلامي اوملي وجیبه جهادکوي اوداسلامي امارت دمجاهدینوپوره ملاتړبه کوي.»
طالبانو په خپله رسمي ویبپاڼه کې د هېواد له څلور دېرشو ولایتونو نه د تسلیم شويو دولتي مسوولینو بشپړ مستند راپور خپر کړی دی، چې پکې د ورسره یو ځای شویو مسوولینو نوم، د پلارنوم او نورې ځانګړنې ثبت شوې دي. د یاد راپور له مخې له ټولو ۳۳۹ تنه یوځای شویو مسوولینوسره يې ګڼ شمېر مهمات هم ترلاسه کړي دي.
یاده دې وي، چې طالبان د هرې میلادي میاشت په پای کې د دوی د دعوت، ارشاد، جلب او جذب د کمیسیون راپور خپروي، چې په عامو افغانانو کې يې خورا تود هرکلی کېږي او پرلپسې له طالبانو غواړي چې د دولت په لیکو کې جذب شوي ځوانان په خبرو وپوهوي.
د چارو د شنونکو له قوله د طالبانو ريښتینو او مستندو تبلیغاتو په افغان امنیتي ځواکونو کې خورا زوروره اغېزه کړې ده، ځکه خو ورسره د یو ځای شويو کسانو شمېره میاشت پر میاشت لوړېږي.
عام وګړي هم د شنونکو نظر تایدوي د ننګرهارپوهنتون د ادبیاتو پوهنځي محصل شفیع الله وايي، چې وړاندې به نوموړي د طالبانو دغه میاشتنی راپور یواځې تبلیغاتي هڅه بلله، خو اوس چې د راپور مستندوالی او د طالبانو ویډیوګانې ګوري باور يې راغلی دی.
دا په داسې حال کې دی، چې افغان دولت د اداري او نظامي مسوولینو ترمنځ بې باوري مخ پر زیاتېدو ده چې ځینو نظامي کسانو د خپلو معاشونو د نه ورکړې له امله د برېښنا مزي شلولي دي، چې عام خلک يې د روژې په ګرمۍ کې تنګ کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x